د ښځو مكر

ژباړه : فرمان الله نجرابوال

یو ځوان ته چا وویل، چې ښځې ډېرې مكارې او چلبازې دي . ځوان ددې خبرې دحقيت معلومولو لپاره د مسافرت تابیا ونیوله .

په لاره روان وو چې ناڅاپه د یوې ښځې سره مخ شوو ، یاده ښځه د کوهي “څاه” ترڅنګ ولاړه وه.‏ ‎

ځوان د ښځې څنګ ته ورغی او ترې ويې پوښتل چې آیا رښتیا ښځې ډېرې مكاره دي!؟

ښځې په لوړ غږ په چېغو او کریکو پیل وکړ آن تر دې چې کلیوالو د ښځې دا چیغې واوریدې.

ځوان د ډار په حالت ترې وپوښتل چې ولې ژاړې!؟

ښځه: ځکه چې خلک راشي او تا ووژنې !

ځوان چې د ښځې داخبره واوریده په زاریو یی پیل وکړ او زیاته یې کړه: زه تاته پدې خاطر نه یم راغلی چې تاته کوم زیان ورسوم او نه ته ښایسته یې چې پر تا میین شوی یم، بلکې ته ماته هوښیاره ښځه ښکاره شوې چې ته به زما د پوښتنې ځواب راکړې!

ښځه چې د کوهې تر څنګ ودریدله او په ځان یې څو ډولچې اوبه واچولي. ځوان هک پک حیران شو، او ترې ويې پوښتل چې دا په ځان دې اوبه ولې واړولې پدې راز مې پوه کړه!؟

پدې خبرو کې بوخت ول چې ټول کلیوال راورسیدل ښځې کلیوالو ته مخ واړه وه او زیاته یی کړه: دا ځوان چې تاسو وینئ، ده زما ژوند وژغوره، زه په دې کوهې ې غورځېدلې وم او دغه ځوان ژما ژوند وژغوره .

کلیوالو چې ښځې ته وکتل په رښتیا هم خشته او لمده ده، نو د ځوان څخه مننه او څه ډالۍ یې هم ورکړه .

ځوان د ښځې ددې کار د راز پوښتنه وکړه چې ستا پدې کار کې څه راز وو!؟

هغې ښځې ځواب ورکړ چې ښځې هم دغسې مكارې فریبکاره دي که دې ورته زیان ورسوو وبه دې وژنې او که ښځه درڅخه راضې وه نو نیکمرغه به دې کړې !



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.