نړۍ

د پيښور او کویټې بمي چاودنو مسؤولیت احرار الهند په نامه ګروپ واخیست

نن ټکی اسیا: د احرار الهند په نامه وسلوال ګروپ چې په پاکستان کې سخت دریځ اسلامي وسلوال ګروپ شمېرل کیږي، د تیري ورځي د پېښور او کویټې بریدونو مسؤولیت په غاړه واخیست.

تیره ورځ په کویټه او پيښور کې چاودنې وشولې، چې له کبله یې ۱۹ تنه مړه او په لسګونو نور ټپيان شول.

تېره ورځ په پيښور کې د پولیسو د موټر سره نیژدې یوه چاودنه وشوله، چې د چارواکو په وینا یې نهه تنه مړه کړل، چې په هغو کې یوه مېرمن او یو ماشوم هم شامل دی، بل خوا د کویټې په جناح روډ باندې ساینس کالج ته نیژدې هم چاودنه وشول، چې په ترڅ کې لس تنه مړه او تر شلو زیات نور ټپیان شول.

د احرار الهند په نامه ډلي مشر چې مشري یې د عمر قاسمي په نامه یو کس کوي، رسنیو ته ویلي چې مونږ د پاکستان سره د سولي د خبرو مخالفت کوو، او مونږ به خپل عملیات جاري ساتو.

احرار الهند د تحریک طالبان پاکستان څخه یو نوی جلا شوی ګروپ دی، د رسنیو په قول هغه یوه میاشت تر مخه خپل جلا والی اعلان کړ، او ددې تر مخه یې په اسلام اباد کې د یوه برید مسؤلیت اخیستی و، چې په کښې ۱۱ تنه وژل شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x