غزل: مونږ داسې نه و مونږ په زړونو بادشاهي کړیده

خالد حافظ

مونږ داسې نه و مونږ په زړونو بادشاهي کړیده

زمونږ بابا په لر او بر امپراطوری کړیده

خیر ته مو لاس نه رسي شر ته مو لاسونه رسي

مونږه په جنګ کې ددنیا سره سیالي کړیده

وینه راخلی او په وینه باندې وینه مینځې

دملک بادشاه مو همدا یو سوداګري کړیده

چې احترام پکې دکشر او دمشر نه وې

زما دقام خلکو همدا یو غلطي کړیدي

ما مې قاتل سره هم څه بل شانتې عادت کړې دی

ما ددښمن په خوشحالو هم خوشحالي کړیده

که مېنه ژوند وې او نفرت باندې سړی مړ کیداي

ما ستا دمینې نه بغیر هم زندګې کړیده

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
mohammad abas
میلمه
mohammad abas

ستاسو پوست کړی خبرونه معلومات زمونږ ویاړ اوتاسو دستایول وړیاست .