افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د عسکرو له کونډو جنسي استفاده «بوږنوونکی» عمل دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ تله، ۱۳۹۶): د کورنیو چارو وزارت ویاند (ویس احمد برمک) د وژل شوو عسکرو له کونډو څخه په دولتي ادارو کې د جنسي غوښتنو تازه افشا شوې موضوع تایید کړې او ویلي یې دي چې په دې موضوع یې ټکان خوړلی.

د روانې اونۍ په سر کې د سیګار ادارې مشر (جان ساپکو) ویلي و چې کله د وژل شوو افغان عسکرو کونډې د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره دولتي ادارو ته مراجعه کوي، چارواکي یې د «جنسي رشوت» ورکولو ته مجبوروي.

د کورنیو چارو وزارت دا لړزوونکی راپور تاییدوي او ویاند یې نن د وژل شوو عسکرو له کورنیو سره په ناسته کې وویل:

«له بده مرغه خپل احساسات نه شم بیانولی. د افغانستان پولیس راځي او د یو سرباز له کونډې څخه غواړي چې راشه ما سره دا ناروا عمل وکړه، دا ډیره بوږنوونکې ده».

ویس احمد برمک هغه دولتي مامور د «لعنت» وړ وباله چې د وژل شوي سرتیري له مېرمن څخه ناوړه جنسي غوښتنه کوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند په دولتي مامورینو غږ وکړ چې «خپل ځانونه اصلاح او فکرونه بدل کړي او له خدایه وویریږي».

برمک وویل چې د ورته پیښو د مخنیوي لپاره په داسې اداري سیستم کار کوي چې که څوک له کومې ستونزې سره مخامخ کیږي په ډاډه زړه به یې له وزارت سره شریکوي.

وروسته له دې چې د سیګار ادارې د عسکرو له کونډو څخه د جنسي غوښتنو موضوع افشا کړه، ویس احمد برمک دوهم لوړپوړی ویاند دی چې نوموړې موضوع تاییدوي او خواشیني پرې څرګندوي. تر دې مخکې د ارګ ویاند (شاه حسین مرتضوي) هم تایید کړې وه چې په دولتي ادارو کې د عسکرو له کونډو د جنسي رشوت غوښتنه کیږي.

که څه هم د ګډ حکومت په امنیتي ارګانونو او د پولیسو او اربکیانو په لیکو کې د غیراخلاقي کړنو او جنسي تیریو راپورونه نوې موضوع نه ده، خو دا لومړی ځل دی چې د دولت لوړپوړي قومندانان د خپلو وژل شوو عسکرو د کونډو له اقتصادي مجبوریته په ناوړه استفادې د هغوی پت او عزت ته په سپکه سترګه ګوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

د کورنیو چارو وزارت ویاند په دولتي مامورینو غږ وکړ چې «خپل ځانونه اصلاح او فکرونه بدل کړي او له خدایه وویریږي».
I don’t think these criminals are afraid of Allah the best will be to reveal their identities and punish in public.

سيد مصطفي

كه دوي د الله باندي پوره ايمان درلودي او ويره ورسره واي د كفر سنگ ته نه دريدل نو سوك چي ايمان ونه لري هر كار او هر غير شرعي عمل توقع به ورسخه كيداي سي د خبره اوس مطبوعاتي سوي دغلته دمره ظلم او ستم سوي دي چي داي دير عادي خبره ده

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x