نړۍ

سعودي ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړه

نن ټکی اسیا (چار شنبه، ۴ تله، ۱۳۹۶): د سعودي باچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د یوه خاص فرمان له مخې د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې له دې وروسته ښځو او نارینه ته په مساوي ډول د ترافیکي قوانینو مطابق لایسنس ورکړي.

د سعودي حکومت په دې وروستیو کې ښځو ته په لومړي ځل د نارینه و تر څنګ په جشنونو او عامو محفلونو کې د ګډون اجازه ورکړې وه او ټاکل شوې چې د ملک سلمان او زوی یې محمد بن سلمان له لوري به نور اقتصادي، سیاسي او ټولنیز اصلاحات هم را منځته شي چې له ډېره وخته یې امریکا او غربي نړۍ تر څنګ د هیواد سیکولره طبقه غوښتونکې ده.

تر اوسه سعودي یوازینی هیواد وو چې په قانوني توګه یې ښځو ته د موټر چلونې اجازه نه ورکوله.

باید وویل شي چې څو ورځې وړاندي د سعودي د علماو د شورا یوه غړي ښځي په عقل او دین ناقصې وبللې او وې ویل چې له همدې وجې هغه نه شي کولای چې موټر وچلوي، چې له امله یې نوموړی د حکومت له لوري ونیول شو او تر اوسه یې درک نشته.

په دې وروستیو کې د سعودي حکومت د دیني عالمانو او دعوت ګرو د نیولو کمپاین پیل کړی دی او په تیره یوه میاشت کې یې د ځینو مشهورو عالمانو تر څنګ په سلګونو نور عالمان او د ټولنیزو پاڼو فعالان نیولي دي.

باید وویل شي چې د رویټرز خبري اژانس د روان میلادي کال ۲۰۱۷ په لومړۍ میاشتې جنوري کې خبر ورکړی وو چې د سعودي باچا ملک سلمان زوی محمد بن سلمان یو لړ اصلاحات په پام کې لري چې د دیني عالمانو د پاریدو سبب ګرځېدای شي او زیاته کړې وه چې محمد بن سلمان د علماوو د قابو کولو لپاره پلان ترتیب کړی دی.

د سلمان بن عبدالعزیز په نوي فرمان کې راغلي چې د ښځو د موټر چلولو منفي او مثبت اړخ ته په کتو او همداسي د سعودي د لویو علماو د شورا د غړو د اکثریت رایو ته په کتو دا جوته شوه چې د ښځو د موټر په چلولو کې اصلیت د «جواز» لري، کوم څوک چې ددې کار سره مخالفت لري، هغوی د احتمالي منفي اړخونو څخه د مخنیوي په خاطر دا خبره کوي، خو علماء وايي که چیري د ښځې په موټر چلونې کې نور شرعي تضمینونه وشي، نو هیڅ خبره نه ده چې ښځه لایسنس ولري او موټر وچلوي.

د نوموړي د فرمان سره سم به د کورنیو چارو وزارت، د ماليې وزارت او د کار او ټولنیزو چارو وزارت په ګډه یو کمیسون جوړوي تر څو ددې نوي فرمان د عملي کولو لپاره اړوند ترتیبات ونیسي او د هیواد د قانون مطابق د ۱۴۳۹/۱۰/۱۰ هجري قمري څخه دغه فرمان عملي کړي.

بلخوا د حکومتي علماو شورا پر خپل ټویټر پاڼه د سعودي باچا ملک سلمان ته د حفاظت دعا تر څنګ ویلي چې نوموړي تل د اسلامي شریعت په رڼا کې د خپل ولس د ښيګڼې او مصلحت لپاره اجراءات کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوی دیوبندي

حكم قيادة المرأة للسيارات للشيخ محمد بن صالح العثيمين السؤال : أرجو توضيح حكم قيادة المرأه للسيارة ، وما رأيكم بالقول إن قيادة المرأه للسيارة أخف ضرراً من ركوبها مع السائق الأجنبي ؟ الجواب : الجواب على هذا السؤال ينبني على قاعدتين مشهورتين بين علماء المسلمين : القاعدة الأولى : أن ما أفضى إلى محرم فهو محرم . والقاعدة الثانية : أن درء المفسدة إذا كانت مكافئة لمصلحة من المصالح أو أعظم مقدم على جلب المصالح . فدليل القاعدة الأولى قوله تعالى : ( ولا تسبوا الذين يدعون من دون الله فيسبوا الله عدوا بغير علم ) [ سورة الأنعام… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x