نظــر

د نوروز په ویاړ ابن صادق ته!

د ۱۳۹۳ لمریز کال د رارسېدو په مناسبت د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د ظاهر خان د تپې پر سر د نوروز د جشن لمانځلو پوره پوره ترتیبات نیول شوي دي. ټاکلې ده چې پدغه جشن کې به د [نوروز د حوزې] هېوادونه ګډون کوي یعنې هغه هېوادونه چې د نوروز ورځ لمانځي لکه تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، اذربایجان، ارمنستان، قزاقستان، ایران، ترکیه، هند او پاکستان. ددې سربېره به په کابل کې د مختلفو هېوادونو مقیم دیپلوماتان هم په دغه جشن کې ګډون کوي. ځینې محققین وایي چې نوروز په کاناډا او د امریکا په متحده ایالتونو کې هم لمانځل کیږي.

نوروز چې د مارچ له ۲۰ او کله له ۲۱ مې نیټې سره سمون خوري، د پارسي او مرکزي اسیا د ټولنو یو ګډ پخوانی دود دی چې ریښه یې د زردشتیانو له تاریخ څخه پیلیږي. نوروز ته ورته د پسرلي د رارسېدو په مناسبت عیسویان هم جشن لمانځي چې د (Easter) په نامه یادیږي او همدارنګه مصریان هم د پسرلي د لمانځنې په خاطر یو جشن لمانځي چې د (شام النسیم) په نامه یادیږي چې له اصله د فرعونیانو یو دود او دستور دی.

د ظاهر خان تپه چې له نامه یې معلومه ده پخواني پاچا ظاهر شاه د خپلې عشرتکدې په توګه ورځینې استفاده کوله. ددې تپې له سره د کابل نږدې ټول ښار ښکاري او اوس یې دې تپې ته ورغلي ټول سړکونه چې پخوا کنډ او کپر ول قیر کړي دي چې معلومه ده په میلیونونو ډالره لګښت پرې راغلی دی. ددې تپې د طبیعي ښکلا سربېره هغه پخوانۍ ماڼۍ هم رغول شوې ده چې د ملت بابا ظاهر شاه جوړه کړې وه او له امله یې ددې وړې تپې ښکلا نوره هم زیاته کړې. ددې تپې شمال ختیځ لوري ته د قرغې بند دی چې خورا زړه راښکونکی برېښي او جنوب غرب لوري ته یې د جهادي رهبر او راروانو ولسمشریزو ټولټاکنو ته د ولاړ نوماند پروفیسور استاد عبد رب الرسول سیاف کور موقعیت لري.

پدې نور نه غږیږو چې نوروز په مذهبي پوښ کې څه معنا او حکم یې څه دی ځکه چې پدغه موضوع لسګونه تحقیقاتي مقالې لیکل شوي دي او دا یې په ثبات رسولې چې نوروز له اسلام او اسلامي اصولو او کلتور سره هېڅ نلري او لمانځل یې یو حرام کار دی. غواړو پدې وغږیږو چې له نوروز څخه د اسلامي کلتور، ارزښتونو او معیارونو په ضد څنګه کار اخستل کیږي؟

د نوروز د ورځې د لمانځلو په موخه په میلیونونو ډالره لګول کیږي څو دغه غیر اسلامي او غیر افغاني دود او دستور یو ځل بیا را ژوندی شي او اسلامي ارزښتونه، معیارونه، کلتور او ثقافت ورباندې چیلنج کړي. حال دا چې، همدغه دولت له برطانیې څخه د افغانستان د سیاسي استقلال د جشن لمانځل د بې امنیتۍ په بهانه کرار کرار له خپل منهج څخه پدې موخه وباسي چې په افغانانو کې د خپلواکۍ د ګټلو شامخ احساس له منځه یوسي.

د نوروز په ویاړ د مجللو جشنونو تیارول او د مختلفو هېوادونو د سفیرانو او نورو عالي رتبه دولتي کارکوونکو رابلل په دغه فقر وهلي هېواد کې چې ډېری وګړي یې د ورځې او شپې د سبا کولو په خاطر د نس د مړولو هومره څه نلري، له وچ حماقت څخه پرته بله هېڅ معنا نلري. دا جشن په څو دلایلو د اسلامي او ملي ارزښتونو خلاف جشن دی:

1.    د نوروز له جشن څخه په استفادې د اسلام په کلتور باندې ګوزار کول هغه هم په دومره تخنیکي او ماهرانه شکل چې درد یې خورا ډېر وروسته محسوسیږي د فکري او فرهنګي استعمار له مرموزو جګړو څخه یوه جګړه ده.

2.    پدغه جشن باندې د میلیونونو ډالرو لګښت، د ډېرو خارجي او داخلي مېلمنو راتګ، او بیا تر ډېرو ورځو پورې د مېلو جوړول او د ډمانو د کنسرتونو له دایرولو څخه هدف یوازې همدا کېدای شي چې د ملت په وړاندې دغه غیر اسلامي جشن؛ لوړ، مقدس او د عالي فرهنګ او کلتور یوه له یاده وتلې برخه تعبیر شي.

3.    پدغه جشن کې به تر څو ورځو پورې مکتبونه او پوهنتونونه بند وي چې په ترڅ کې یې میلیونونه شاګردان او محصلین له درس څخه وروسته پاتې کیږي. همدا راز دولتي ادارې به بندې وي چې د ډېرو ملي او سیمه ییزو، لوړو او کوچنیو تجارانو د تجارت خنډ ګرځي، داخلي او نړیواله راکړه ورکړه به بنده وي او چې ددې ټولو په پایله کې څومره تاوان او خساره ملت ته اوړي، دولتي اراکین یې له سره پروا نلري.

4.    ښکاره ده چې ددغه جشن د تیارۍ په درشل کې دومره لوړ مصارف وشول نو چې د تجلیل پر مهال به یې څومره لګیږي تر هغو به کم نه وي. که چیرې دا پیسې په یوه عامه المنفعه پروژه کې مصرف شوې وای نو ډېر زیات بېکاره ځوانان به مو په کار شوي وای او د جرایمو د تکثیر پر ځای به تقلیل شوي وای.

5.    پدغه جشنونو او مېلو کې چې څومره اخلاقي فساد ته لاره هواره کیږي تر بل هر وخت ښه او مساعده بلله کیږي.

یو وړاندیز:

(!) که چیرې دا دولت په رښتیا هم فرهنګي میراثونه ژوندي کوي، ادب او کلتور ته درناوی لري، او د افغانستان تاریخي، فلسفي، هنري او ادبي شخصیتونه او د هغو شاهکارونه ژوندي کوي نو دوی دې لطفاً د شهدای صالحینو په لویه هدیره کې د صلاح الدین سلجوقي، عبد الحق بېتاب، هاشم میوندوال (رحمهم الله رحمة واسعة) او نورو علمي شخصیتونو مزارونه ترمیم کړي او د هر یوه د مزار تر څنګ دې علمي او تحقیقاتي کتابخانې جوړې شي، د هغوی آثار پکې ضبط شي او خلکو او نړیوالو ته معرفي شي.

ابن صادق ته!

ټول افغانستان ستا کور دی دا ځکه چې ته یې دعوه لرې. د افغانستان په هر ګوټ کې که اخلاقي فساد ته لاره هواریږي او ترسره کېږي ته یې باید په مقابل کې ودریږې او مخه یې ونیسې ځکه چې ته د اسلام او مسلمانانو وروستی برج یې…!  عجبه خو داده چې؛ دا عمده مشکلات یوې ډډې ته کړه او په دغه مشکل لږ سوچ وکړه چې ستا په کلي او ستا د کور په خوله کې داسې څه تجلیلیږي چې له هغو جشنونو او مېلو چې هره جمعه په دره زرګر کې ترسره کېږي ډېر توپیر لري. توپیر یې پدې کې دی چې د نوروز له لارې غربیان په افغانستان کې د اسلام بنسټ نړوي، اسلامي ارزښتونه چیلنج کوي، فحشاء او بې حیایي ترویجوي او د افغانستان د مسلمان ملت روح او روان ترې پټوي.

حال دا چې، تاسو په هر څه خبر یاست او هر څه ستاسو د سترګو په وړاندې ترسره کیږي. خو موږ تر اوسه پدې نه یو پوه چې تاسو ولې ددې ټولو جرایمو، نادودو او یرغلونو په وړاندې یوازې پدې بهانه چوپ یاست چې دا جنګ د پردیو جنګ دی (!)، پداسې حال کې چې هره ورځ ستا کلیوال، ستا هېوادوال او ستا ملت په کفر، فحشاء او بې حیایۍ کې غرقیږي خو تاسو یوازې د یوه نندارچي مسؤولیت ادا کوۍ او بس.

شیخ صاحب، خبرې ډیرې دي او نه غواړم اوږده یې کړم بس همدومره وایم: اتق الله!

لیکوال: عبد البصیر عتیق زی، کالم: امت، نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x