
وفا سر خوړلی
سید الهام
شپونکی شهید، شپېلۍ خاموشه او دیارخاموش دی
بیا په لمنو د پاوليو شرنګهار خاموش دى
بلا سرونه په ډار شوي چي منصور كوم يو دى ؟
خولو ته قلفونه دي لوېدلي ، ګرده ښار خاموش دى
نه و په هيچا كي د حق ويلو توان ترې تلمه
هلته منكر ديره و، پوشومه اقرار خاموش دى
چي دا اوس زړونه دي كه كاڼي په مظلوم نه سوځي
بلبل د ګل غيږي كي شهيد دى او ماليار خاموش دى
دلته غیرت نشته، که سترې وفا سر خوړلی ؟
عجبه نده؟ يار ترې بيايې پاته يار خاموش دى
چا به ترې خوب كاو ه الهامه ! كه يې شور كولو ؟
د رب احسان دى چي د هر زړګي رفتار خاموش دى
شهید ژوندی ، هیلی ژوندۍ، یار او دیار ژوندی دنګو غرونو، شارونو او سنګرونو کی غړزار ژوندی
باداران مړه ، غلامان مړه او وجدانونه مړه دی د مجاهد زړه ژوندی، مورال زوندی او کارزار ژوندی
منصور نه مری شهید نه مری د الله وعده ده د منصور شان ژوندی، ایمان ژوندی او ځان ژوندی