د اسلام فریاد

لیکواله: انیسه «غزنوی»

د نړی له هر ګوټ څخه دنسیم وږمې یو فریاد رارسوي چې ای مسلمانانو! ستاسو د آزادی د مړ ژواندو ډیوو لپاره نن وینې ته اړتیا ده او یوازې اوښکې ستاسو د ګناهونو کفاره نشي کیدای په دي نړی کې دکومې سیاسي اشتباه جبران ممکن دی، بایللي جګړې له سره ګټل کیدای شي، ویجاړي کلاګانې بیرته جوړیدای شي، په تیارو شپو کې سرګردانه قافلې دسهار په ړڼا كې خپلې لارې موندلای شي؛ خو یوه ټولنیزه ګناه داسې هم ده چې هیڅ کفاره نه لرې او دلار ورکو قافلو لپاره یوه داسې شپه هم شته چې هیڅ سهار نه لري. د یوه ولس وروستی ګناه دا وي چې هغوی د ظلم پر خلاف د جګړې او مقابلې له حق څخه لاس واخلي او له بده مرغه ستاسو مشران اوس په دې ګناه ککړ سوې دي، هغوی دخدای د رحمت دروازې د تل لپاره پر تاسو تړلي دي، هغوی راتلونکي هیلي زیندی كړي دي، هغوی هغه ذهني او اخلاقي حصار مات کړی دی چې بی وسه او مظلومو خلکو ته د پناه وروستی مقام ؤ.

که تاسو د انسانیت له تیرو پیښو څخه درس اخیستلی شی نو زه په وار وار وایم چې تاسو د هغه دوزخ دروازه ټکوی چې د بې لاری او ذلت وروستی پړاو دی.

کله چې دښمن پردې ډاډه شو چې ستاسو د ځواک او زور ټول بوټي وچ شول، ستاسو د هیلو ټولې ډیوې مړې شوې او ستاسو ارواوې نورې د کوم ظلم پر خلاف بغاوت نشي کولای نو بیا به دې بلا ته د مکر او فریب تر پردو لا ندې د خپلې څیري د پټولو اړتیا نه وي، بیا به تاسو د وحشت او ځناورتوب هغه سیلاب وګوری چې د ځمکې پر مخ تر اوسه کوم چا نه دي لیدلی.

ای مسلمانانو! تاسو د هغه شهیدانو وینه سودا کړه چې ارادې یې د فتحې او بري ضمانت بلل کیدې، هغه غازیان چې غږ به یې وزو واورید له زمریانو سره د مقابلې توان ورسره پیدا کیده، هغه چې د وینو تر آخري څاڅکې توییدو یې د اسلام څخه دفاع کوله…..

خو نن دا حالت دی چې د ولس با نفوذه طبقه د غلامی درس ورکوونکو پر ځای د جهاد لارښوونکې خپل دښمنان بولي.

هو، د مسلمانانو اوسنی حالت همداسې دی، چې که کعبه هم ړنګه شي تر درییو ورځو به پرې ډیر ویر او ماتم و نکړي!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د