افغانستان

ترافیکي پېښي کې ۲۱ تنو ته مرګ-ژوبله اوښتې

نن ټکی آسیا: په غزني کې د کابل-کندهار پر لویه لار یو ځل بیا خونړۍ ترافیکي پېښه رامنځ ته شوه.
د غزني د والي ویاند وايي، چې د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوه ۳۰۳ ډوله بس موټر د چپه کېدو له کبله یو تن وژل شوی او ۲۰ تنه نور ژوبل دي.

نوموړي وویل، چې دا موټر د احمد شاه ابدالي ترانسپورټي شرکت پورې اړه لري او له کندهاره کابل ته پر لاره و او د پېښي لامل یې د موټر چلوونکي بې غوري په ګوته کړه.
په همدې وخت کې د غزني د ولایتي روغتون مسؤلین وايي، دوی ته د درو ښځو په شمول ۲۰ تنه ټپيان ور وړل شوي، چې په ټپيانو کې د ځينو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ او نازک دی.
د احمدشاه ابدالي ټرانسپورټي شرکت که څه هم د چټک سرعت له کبله زیات مینه وال لري، خو پر موټر چلوونکیو یې د نشه یې توکو د روږدتیا تور دی او په ګڼو خونړیو ترافیکي پېښو کې ښکېل بلل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x