fbpx

آسانه نيکيانې (نولسمه برخه)

ليکوال : دکتور کفايت الله (وردګ)

صلاة التسبيح

رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل مهربان تره حضرت عباس رضی الله عنه ته فرمايل :

اې عباسه ! اې زما تره ! زه تاته يوه غوره شى درنه کړم؟ زه تاته يوه د محبت تحفه درنه کړم ؟ زه تاته داسې څه شى درنه کړم چې الله جل جلاله په هغه سره ستا ټول ګناهونه وبښي له اوله تر آخره ، که پخواني وي که نوي وي ، که په خطا سره درڅخه شوي وي که په قصدا د کړې وي ، که لوى ګناهونه وي که واړه وي ، که په پټه سره د کړي وي که ښکاره وي .

· ته څلور رکعته مونځ وکوه .

· په هر رکعت کې الحمد لله او سورة وايه .

· کله چې د سورة وويلو همداسې په ولاړه ١٥ ځله ووايه :

· سُبْحَانَ اللهِ وَ الحَمْدُ للهِ وَ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَ اللهُ أَكْبَرُ

· بيا رکوع وکوه (د سُبْحَانَ رَبي العَظِيْم ويلو نه وروسته) په رکوع کې ١٠ ځله بيا ووايه .

· بيا چې له رکوع نه پورته شې (د سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَه نه وروسته) ١٠ ځله بيا ووايه .

· بيا سجده وکوه (د سُبْحَانَ رَبيْ الاعْلى ويلو نه وروسته) ١٠ ځله بيا ووايه

· بيا له سجدې نه سر را پورته کړه بيا ١٠ ځله ووايه .

· بيا سجده وکوه (د سُبْحَانَ رَبيْ الاعْلى ويلو نه وروسته) ١٠ ځله بيا ووايه

· بيا له سجدې نه سر را پورته کړه بيا ١٠ ځله بيا ووايه .

· (بيا دوهم رکعت ته پاڅېږه او په همدې ترتيب باندې دوهم دريم څلورم رکعت هم وکوه د دوهم رکعت التحيات ته چې کېناستې نو د تشهد نه وروسته ١٠ ځله ووايه او بيا دريم رکعت ته پاڅېږه ) نو دا په يوه رکعت کې ٧٥ ځله تسبيح شوه .

که ستا ګناهونه لکه د سمندر د ځګ دومره وي او يا لکه د دښتې رېګ دومره وي نو الله جل جلاله به يې درته و بښي که د کولى شول چې په ورځ کې يې يو ځل وکوې نو ويې کوه که د په ورځ کې ونه کولو نو په هفته کې يې يو ځل وکوه ، که د په هفته کې ونه کولو نو په مياشت کې يې يو ځل وکوه ، که د په مياشت کې ونه کولو نو په کال کې يې يو ځل وکوه او که د په کال کې هم ونه کولو نو په خپل عمر کې يې يو ځل وکوه .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د