نړۍ

د ناټو سرمنشي او د امریکا دفاع وزیر افغانستان ته راورسیدل

نن ټکی اسیا (چار شنبه، ۴ تله، ۱۳۹۶): په کابل کې د ناټو رسنیز دفتر اعلان وکړ چې د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ او د امریکا دفاع وزیر جیمس ماټیس د افغاني چارواکو سره د لیدنې لپاره کابل ته را ورسیدل.

دغه دواړه جګپوړي چارواکې له مخکنې اعلان پرته په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلل.

تر اوسه هم افغاني چارواکو په دې اړه رسما څه نه دي ویلي خو د ناټو رسنیز دفتر ویلي، دواړه جګپوړي مشران غواړي چې په کابل کې د افغانستان د دولتي چارواکو سره له نیژدې وګوري.

باید وویل شي چې د ټرمپ د جګړییزې ستراتیژۍ د اعلان وروسته دا لومړی ځل دی چې د امریکا دفاع وزیر او د ناټو سرمنشي د افغانستان څخه لیدنه کوي.

که څه هم د ناټو غړو هیوادونو تر اوسه رسما د خپلو ځواکونو د زیاتوب په اړه څه نه دي ویلي خو څه موده تر مخه یې د امریکا څخه یوه میاشت وخت غوښتی وو تر څو خپل د عسکرو د نوي شمېر په اړه پرېکړه وکړي.

امریکا وار دمخه د اضافي عسکرو رالیږل پیل کړي خو تر اوسه یې کره شمېره نه ده معلومه، ګمان کیږي چې د اضافي عسکرو شمېر به ۳۹۰۰ ته ورسیږي.

د امریکا دفاع وزیر ددې تر مخه په هندوستان کې ددولتي چارواکو سره لیدنې کتنې وکړې او د افغانستان په جګړه کې يې د هندوستان پر رول باندي خبرې وکړې خو د هندوستان دفاع وزارت وویل دوی چمتو نه دي چې افغانستان ته خپل عسکر ولیږي خو په نورو برخو کې د افغانستان د حکومت مکمل حمایت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x