
مکسیکو: پر یوه صحي مرکز وسلوال برید ۱۴ تنه وژلي، ۸ نور ټپيان دي
نن ټکی اسیا (چار شنبه، ۴ تله، ۱۳۹۶): نن د چارشنبې په ورځ سهار وختي نامعلومو وسلوالو د مکسیکو په شمالي ولایت (Chihuahua) کې نامعلومو وسلوالو پر یوه صحي مرکز برید کړی چې له امله یې لږ تر لږه ۱۴ تنه مړه شوي دي او ۸ کسان نور ټپیان شوي دي.
په یاد صحي مرکز کې پر مخدره توکو روږدي نشیان ساتل کیږي او علاج یې کیږي.
د امنیتي چارواکو په وینا وسلوالو هغه مهال پر صحي مرکز برید وکړ چې د کورنۍ غړي يې پوښتنې ته راغلي وه، چې له امله یې اکثره مړي هم د نشیانو د کورنۍ غړي دي.
د چیهاها په نامه ایالت د مکسیک په شمال کې واقع دی چې د امریکا د ټکساس او نیومکسیکو ایالتونو سره ګډه پوله لري.
د راپورونو سره سم دغه ایالت په ځانګړي ډول د امریکا سره د ګډې پولې له امله د مخدره توکو په قاچاقو شهرت لري او تل د مافیايي قاچاقبرانو تر منځ نښتې په کښي را منځته کیږي.
د کال ۲۰۰۶ راهیسي په یاد ولایت کې د حکومت له لوري د قاچاقبرو پر ضد د عملیاتو له امله شاوخوا ۲۰۰،۰۰۰ کسان وژل شوي او یا هم لادرکه شوي دي.