نړۍ

ناڅرګندو وسلوالو په پېښور کې ۱۸ کسان تښتولي

نن ټکی آسیا: د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور له بډه بېر سېمي څخه ناڅرګندو وسلوالو لږ تر لږه اتلس تنه قبایلي وګړي تښتولي او اختطاف کړي دي.
د پېښور امنیتي چارواکي وايي، چې د وسلوالو شمېر له ۶۰ تر ۷۰ پورې وو او تېره شپه یې د بډه بېر سېمي د ماشوخېلو فقیر کلی محاصره کړی او له دغه کلي څخه یې اتلس تنه له ځانه سره په ناڅرګند لوري بېولي دي.

ویل کېږي، چې تښتول شوي ټول کسان په قبیلوي لحاظ د شینواري ټبر څخه دي.
تر اوسه پورې چا د دغو تښتول شویو کسانو د تښتونې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x