افغانستان

د امریکا دفاع وزیر د راتګ سره سم د کابل پر هوايي ډګر توغندی لګېدلې

نن ټکی اسیا (چار شنبه، ۴ تله، ۱۳۹۶): نن سهار د کابل هوايي ډګر لوري ته نیژدې د درندې چاودنې غږ واوریدل شو چې د امنیتي چارواکو په وینا د یوې توغندی وو او هیڅ زیان یې نه دی اړولی.

د کورنیو چارو وزارت د پيښې په اړه وویل چې د کابل هوايي ډګر ته نیژدې یوه توغندی لګېدلې چې هیڅ زیان یې نه دی اړولی.

بلخوا ځینو نورو سرچینو ویلي چې پر کابل هوايي ډګر تر دوو زیاتې توغندي لګېدلي دي.

ویل کیږي چې د هوايي ډګر څخه د څه وخت لپاره د الوتنو پروازونه ځنډول شوي دي.

باید وویل شي چې د کابل پر هوايي ډګر دغه توغندی په داسي وخت کې توغول کیږي چې د امریکا دفاع وزیر او د ناټو سرمنشي افغانستان ته راغلي دي.

تر اوسه د پيښې مسؤولیت کوم لوري په غاړه نه دی اخیستی خو ددې تر مخه هم طالبانو د امریکايي جګپوړو چارواکو د راتګ پر مهال د کابل او بګرام هوايي ډګر په توغندیو ویشتلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x