د امریکا سفیر په کابل کې د ګلبدین حکمتیار سره لیدلي دي

نن ټکی اسیا (چارشنبه، ۴ تله، ۱۳۹۶): کابل ته د امریکا د دفاع وزیر او د ناټو سرمنشي د راتګ سره سم د امریکا سفیر د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، محمد محقق او ځینو نور کسانو سره لیدلي دی.

تر اوسه ددغه ملاقاتونو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي خو د امریکا د سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امریکا سفیر د ګلبدین حکمتیار سره د سولې د تړون د تطبیق په اړه خبرې کړي او نوموړي ته یې د امریکا د ملاتړ خبر ورکړی دی.

د امریکا سفیر د سولې، ډیموکراسي، بشري حقونو، بیان ازادي او اساسي قانون څخه د حکمتیار پر ژمنتیا مننه کړې ده.

حکمتیار او امریکايي سفیر پر شفافو او عادلانه انتخاباتو هم ټینګار کړی دی.

باید وویل شي چې نن د چهارشنبې په ورځ کابل ته د امریکا دفاع وزیر جیمس ماټیس او د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ راغلی او په کابل کې د ناټو رسنیز دفتر د یوې اعلامیې او عکسونو په خپرولو سره ویلي چې دواړه مشران او ورسره ملګري چارواکي به په کابل کې د افغان دولتي چارواکو سره وویني.

امریکا د افغانستان په اړه د نوي ستراتیژۍ د اعلان سره سم په افغانستان کې بمبارۍ او جګړې توندي کړي دي او ټاکل شوې چې په زرګونو نور اضافي عسکر به هم را ولیږي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اقبال
میلمه
اقبال

ربانی سیاف او حکومتیار له هماغه وخته ( د روسانو سره د جهاد په دری یا څلور کاله وروسته ) چه د امریکایانو سره یی د سوړ جنګ په نوم د غلامی تړون لاسلیک کړو ( سوړ جنګ : د روسانو او امریکایانو جنګ چه افغانان پکی استخدام شوی وو ) دوی د امریکایانو د پاره د فاحشو حیثیت لری . د روسانو له وتلو وروسته یی د تنظیمی جنګو په نوم یی د مظلوم اولس وینی تر روسانو زیاتی وچښلی تر دی چه خلک د روسانو د راتګ په ارمان شول. په دوهم اشغال کی خو ربانی او سیاف… نور لوستل »

ghafoormama
میلمه
ghafoormama

ای کاش، ایکاش چی هغه د مچوکولو بوټونه ددی #### دسينې پر ځای پر ### خوله او يا ### ږيره لګيدلی وای. هو!!
پوره يقين لرم چی دا پيژندل شوی ظالم قصاب اوس هم دافغان مظلوم ولس دوينو تږۍ دی او دده ### بله جګړه جنوب له شمال سره دمخه طرح شوې ده.په ډير افسوس او حيرانتيا سره ځني نور داخلی بی دينان او بد رنګه فاحشې يې لا اوس هم ددغه سرطان …. بيا هم مچوکوی.