ټولنیزه برخه

د ځوانانو لپاره یو څو ادبونه – لومړی برخه

ادب یا د خویونو د سمون پوهنه ودې ته ویل کیږی چی ښېګڼه  اوبدي سره  وپیژندل سی، دګټمن اوزیانمن ترمینځ توپیر وسی ، انسان خپل هغه حقوق وپیژنی چی هغه یې باید غوښتنه وکړی او هم خپل هغه کارونه او وجیبی وپیژنی چی دئ یې باید ترسره کړی، دخپلو هغو ناجوړیو درملنه وکړی چې د هغو له کبله  انسان وتارکیو او ډبونو ته ور لویږی، ،خپل ځان په ښیګڼو ښایسته او دبدیونه پاک کړی تردې چی دئ دښې وینا څښتن دښو کارونو کونکئ  دفضیلت او کمال یوه نمونه وګرځی .

(۲) – دادب ریښې اوبنیادونه دادی چی انسان په دې پوه او خبرسی چی :

(لومړئ)

پرده باندی دده دبدن اوروح حقوق څه دی  .

الف : بدنی حقوق: دروغتیایی قوانینو مراعتول.

با : روحی حقوق : دلمانځه او نورو عباداتو په ریښتینی او واقعی توګه سره  اداینه،   خپل عقل او فکر په معارفو او ادابو سره تغذیه کول.  

(دوهم)

پرانسان باندی دنورو حقوق:

الف: چې دخپل ځان لپاره  کوم شی خوښوی د نورو لپاره یی هم خوښ کړی .

با: دنورو سره داسی څه ونه کړی چی دئ نه غواړی چی دده سره دی همداسی وسی .

جیم : دخلګو سره داسی معامله وکړی څرنګه چی دئ یې دځان لپاره خوښه وی.

(دریم) – پر انسان باندی درب جل جلاله  حقوق:

د خپل رب جل جلاله د اوامرو اتباع دهغه دنواهیو نه اجتناب او ددین په ادابو ځان ښائسته کول او پر احکامو باندی یی  لاس نیول  دی .اوموږ به ان شا الله په ښه تفصیل سره ددې ټولو حقوقو یادونه وکړو.

(۳) – تربیه :

دسپکو او بدوخویوڅخه دخپل نفس وپاکوالی اوپه ښو خویونو او ښایستو عاداتویې  ګیڼه داره کولوته تربیه وایی . دتربیی موخه اومقصد په دواړوجهانوکی کامیابی ،و الله تعالی جل جلاله  ته  د هغه د اوامروپه منلو سره اود هغه دنواهیوڅخه په اجتناب   ځان نیژدی کول،په ښه او عزتمنده طریقه دګټوولاس ته راوړل او وخپلو وروڼو وطنوالو او دالله عزوجل وټولوبندګانوته  دګټی رسول دی (فان احب الناس الی الله :انفعهم لعباده واحسنهم اخلاقا )  

(۴) ښه اوخوښ خویونه ډیر دی چی دهغوی دجملی څخه : استقامت ،ریښتینولی ،امانت داری ،پاکی ، عفت اوحیا ده. چی ټوله دپوره عقل اوښه طبیعت څخه زیږی که هرڅوک ځان په دغه ښو خویونو باندی عادت کړی نوبه دخیر ټول کارونه ورته هوسا او اسانه وی .

(۵) بد او نازیبا خویونه ډیر دی چی دهغوی له جملې څخه : درواغ ، خیانت ،فتنه اچونه او چغول خوری ده . چی دا ټوله دنفس دخواهشاتو دپیروی څخه زیږی. دهمدغو بدو او نازیبا عیوبودپیژندلوطریقه داده چی انسان دداسی چا ولارښوونی او هدایاتو ته غوږ کښیږدی چی دده ورباندی پوره باور او اعتماد وی هغه که دده استادان او یا نور دپوره عقل او فکر خاوند ان وی،یا دځان لپاره داسی ریښتنئ دوست پیداکړی چی وده ته رهنمایی وکړی او یا داچی خپله دځان دبدو خویونو تشخیص وکړی او هغوی په ګوته کړی وروسته بیا  دهغوی داصلاح په لټه کی سی. او کوم وخت چی دخلګوسره یوځای وی نو دټولوهغوشیانو څخه ځان لیری کړی چه هغه یې بدګڼی او ځان په ښو او ښایستو عاداتوښایسته کړی .

كتاب: اداب الفتى

تأليف: علي فكري

ژباړه: مولوي نور الباقي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x