خواجه اصف: د افغانستان د سولې مسؤولیت پاکستان نه شي اخیستی

نن ټکی اسیا (چارشنبه، ۴ تله، ۱۳۹۶): د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر خواجه اصف په نیویارک کې د وینا پر مهال ویلي چې د افغانستان د امنیت او سولې مسؤولیت پاکستان پر غاړه نه شي اخیستلای او زیاته کړې چې د پولو ساتنه او بهتر مدیریت کولای شي چې د «تروریستانو» د تګ او راتګ لاره وتړي.

نوموړي د اسیا ټولنیز سمینار ته خبرې کولي او وې ویل چې امریکا په افغانستان کې په جګړه نه شي بریالی کیدلای، د تیرو ۱۶ کلونو جګړو دا ثابته کړه چې په افغانستان کې سوله یوازي د مذاکراتو او خبرو اترو له لاري ممکنه دی.

د انډیا ټایمز ورځپاڼې د راپور سره سم خواجه اصف د خپلې وینا پر مهال وویل چې په افغانستان کې سولې ته بل هیڅ هیواد دومره لېوالتیا نه لري لکه څومره چې يې پاکستان لري، خو په افغانستان کې ډیر داسي جګپوړي چارواکي او مشران شته چې غواړي د خپلو شخصي ګټو لپاره د جګړې اوسني حالت ته ادامه ورکړي.

نوموړي هغه تورونه هم رد کړه چې ګواکي په پاکستان کې د وسلوالو خوندي ځالې شته او پر افغانستان یې تور پوري کړ چې په خپل هیواد کې يې پاکستاني طالبانو ته خوندي ځالي ورکړي دي.

باید وویل شي چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډو او هندوستان ته د امریکايي چارواکو د سفرونو وروسته د افغانستان او پاکستان تر منځ یو ځل بیا لهجه تونده شوې ده او یو پر بل یې د تورونو او نیوکو لړۍ پیل کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د وینا پر مهال پر پاکستان د «تروریزم» د ملاتړ تور پوري کړ او وې ویل چې د «تروریستانو» له منځه وړلو په برخه کې یې د افغانستان غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.