افغانستان

د کابل هوايي ډګر سره ډله ییز برید روان دی

نن ټکی اسیا (چارشنبه، ۴ تله، ۱۳۹۶): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د هغو توغندیو مسؤولیت په غاړه واخیست چې نن کابل ته د امریکايي دفاع وزیر او ناټو سرمنشي د راتګ پر مهال توغول شوي وې، نوموړي وویل چې ددغه توغندیو هدف د امریکا د دفاع وزیر الوتکه وه.

مجاهد زیاته کړه چې په دغه برید کې تلفات اوښتي دي او په وینا یې «دښمن سخت وارخطا» دی.

بلخوا د هوايي چلند وزارت ویلي چې د کابل هوايي ډګر څخه ټول پروازونه معطل شوي دي.

ځینو سرچینو ویلي چې د توغندیو شمېر تر شل هم زیات وو او د هوايي ډګر په مختلفو برخو کې لګېدلي دي.

ځینو امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې د توغندیو سره همهال هوايي ډګر ته څېرمه ډله ییز برید پیل شوی دی چې سپکې او درنې وسلې په کښي کاریږي.

یادي سرچینې ویلي چې بریدګر څلور کسان دي، په یوه ودانۍ کې یې ځای نیولی دی او له هغه ځایه پر هوايي ډګر او نورو دولتي تاسیساتو ډزي کوي.

باید وویل شي چې د امریکا د جګړییزي ستراتیژۍ تر اعلان وروسته د امریکا دفاع وزیر او د ناټو سرمنشي په لومړي سفر افغانستان ته راغلي دي، تر څو د افغانستان د ولسمشر او نورو جګپوړو چارواکو سره لیدنې کتنې وکړي.

ټاکل شوې چې نن ورځ درې سره مشران په یوه رسنیز کانفرانس کې د ژورنالیستانو په مخکې را څرګند شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فاضل

الله تعالي ؤدي نصرت وكري

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x