روسیې د فیسبوک د بندولو ګواښ وکړ

نن ټکی اسیا (چارشنبه، ۴ تله، ۱۳۹۶): د روسیې خبري اژانسونه وايي چې روسیه کیدای شي راتلونکی کال ۲۰۱۸ د فیسبوک پاڼه بنده کړي.

د روسیې حکومت د فیسبوک څخه غوښتي چې د روسي فیسبوکي فعالانو شخصي معلومات دي په داسي سرورونو کې وساتي چې په روسیه کې موجود وي، که داسي نه کوي، نو پاڼه به ور بنده کړي.

د روسیې د ټولنیز قانون سره سم هغه پاڼې چې د روسي مشترکینو او فعالانو شخصي معلومات خوندي کوي، باید په روسیه کې سرورونه او ډاټابیسونه ولري او له همدې ځایه اداره شي، کنه د فعالیت اجازه به نه ورکول کیږي.

روسیې په همدې وجه یوه بله امریکايي ټولنیزه پاڼه «لینکډان» هم بنده کړې.

باید وویل شي چې د فیسبوک صفحه او انسټاګرام له ډېره وخته په چین کې بندي دي او په تیرو ورځو کې يې ددغه امریکايي شرکت د «واټس اپ» پروګرام هم ور بند کړ.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د