بیل ګیتس: زه «انډرویډ» موبایل کاروم، آیفون نه لرم

نن ټکی اسیا (چارشنبه، ۴ تله، ۱۳۹۶): د مایکروسوفټ کمپنۍ مالک او د نړۍ مالدارترین شخص بیل ګیټس د امریکايي تلویزون فوکس نیوز سره په مرکه کې وویل چې په دې وروستیو کې يې د اڼدرویډ پروګرام لرونکی موبایل کارول پيل کړي دي. په کوم کې چې د مایکروسوفټ شرکت زیات پروګرامونه انسټال دي.

باید وویل شي چې خپله مایکروسوفټ شرکت هم د موبایلونو اپریټنګ سسټم لري او په خپل نامه موبایلونه بازار ته وړاندي کوي، خو په بازار کې ډېر چلښت نه لري.

د نوموړي څخه چې کله وپوښتل چې ایا «آیفون» لري، بیل ګیتس وویل: نه ، زه آیفون نه کاروم.

د کتونکو په باور ګمان کیږي چې بیل ګیتس به د سامسونګ شرکت موبایل کاروي، ځکه چې په دې وروستیو کې د مایکروسوفټ په دوکانونو کې د دغه شرکت موبایلونه هم پلورل کیږي چې د مایکروسوفټ اپلیکیشنونه له وړاندي په کښي ثبت وي.

د یادونې وړ ده چې انډرویډ پروګرام چې د نړۍ اکثره موبایلونه یې کاروي، د ګوګل شرکت ملکیت دی چې د مایکروسوفټ شرکت سره په ډیرو نورو تجارتي او تخنیکي برخو کې شدیده منافسه لري.