نظــر

د ټرمپ په جنګي پلاوي د راکټ لانچرو برید

أبوعابد

د ناټو نوی سرمنشي سټولټنبرګ او دټرمپ په کابینه کې د دفاع وزیر جیمز ماټیس دواړه هغه کسان دي چې د افغانستان له آب و هوا سره ناموخته او نابلده دي. دوی چې په خپلو څوکیو نوي ګومارل شوي، شاید توقع به یې وه چې افغانستان ته له سفره به هم د نورو سفرونو په څیر خوند واخلي او سیاحتي تنده به یې ماته شي.

دوی به شاید افغانستان ته د غرب د یوې محکومې مستعمرې په نظر کتل او چورت به یې واهه چې دلته به یې خلک په ګلونو هرکلی وکړي او د استقبال لپاره به یې د توپونو ډزې وشي. مګر دې غربي استازو چې څرنګه د افغانستان پر خاوره پل کیښود ورته څرګنده شوه چې کیسه بل ډول ده.

طالبانو د کابل د هوایي ډګر له خوا سره په یوه ودانۍ کې کمین نیولی و چې د امریکایي دفاع وزیر او د ناټو د مشر د کوزیدو په مهال یې ناڅاپه په هوایي ډګر د راکټ لانچرو برید پیل کړ. معلومه نه ده چې په عمر زوړ دفاع وزیر په کوم حالت او څنګه کیفیت کې له بریدونو ځان پناه کړی. ښایي په منډه، پروت، رغړیدلو، خاپوړې او یا هم کومه بله طریقه یې د راکټ لانچرو له ګوزاره ځان کښلی وي. رسنیو ددې په ځای چې د دفاع وزیر د منډې او فرار کیفیت او سرعت معلوم او رسنیز کړي هڅه یې وکړه چې په پیښه پرده واچوي، خو په واقعیت کې پیښه تردې لویه وه چې د ډالري رسنیو پردې او نقابونه ورباندې ورسیږي نو ځکه خبره بهر ته راووته او رسنیو ولیکل چې د ناټو منشي او د امریکا دفاع وزیر افغانستان ته د سفر په لومړۍ شیبه کې د طالبانو په کمین کې وختل.

د برید په اړه د حکومت د داخله وزارت رسمي ویاند وویل چې یوازې دوه توغندي په میدان لګیدلي، خو د همدې وزارت یو بل نسبتا رښتیني کس د نوم نه اخیستلو په شرط رسنیو ته وویل چې که غاړې بندې نه کړو او رښتیا ووایو په هوایي ډګر د لګیدلیو توغندیو شمیر تر ۲۰ هم زیات دی چې تراوسه یې تلفات پوره نه دي بررسي شوي.

طالبانو د برید مسؤلیت منلی او څرګنده کړې یې ده چې د دوی څلورو ملګرو د پینټګان نوی واکمن د راکټ لانچر په دیدوان کې پټ کړی او په نښه کړی و خو لکه چې اجل یې پوره نه و نو ځکه په منډه خلاص شو.

د ټرمپ په جنګي پلاوی برید چې شاید راتګ ته به یې ډیر امنیتي تدابیر نیول شوي وي او د راتګ ورځ او ساعت یې ډیر پټ ساتل شوي وي خو دا چې بیا هم طالبان توانیږي او په دومره مؤثریت ورباندې برید کوي نو څرګندیږي چې طالبان د امریکا په وړاندې تر هغه ستر چیلنج دی چې ټرمپ یې اټکل کړی دی.

د کتونکو په باور په جیمز ماتیس برید به امریکا او په خاص ډول ټرمپ دې ته وادار کړي چې د افغانستان په موضوع کې د خیال پردازۍ په ځای حقائقو ته تسلیم شي. هغه دا چې دلته وضعیت تر هغه ډیر بدل دی چی د امریکا نوي چارواکي یې اټکل کوي. دلته د اشغال په خلاف ملي مقاومت په ټولو هیواد کې خپور دی. دلته حتی د امریکا پلاوی او تر ټولو خوندي بلل شوي هوایي ډګرونه هم خوندي نه دي او بالاخره دلته د پردیو په خلاف هر ځای او هر څوک بالقوه خطرناک بلل کیدای شي نو ځکه پردیو ته نه ښایي چې دلته د اقامت او اوږدمهالې اوسیدو نیت وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x