نړۍ

د ټول پوښتنې وروسته د کردانو اکثریت د عراق څخه بیلتون غواړي

نن ټکی اسیا (چارشنبه، ۴ تله، ۱۳۹۶): د عراق په کردستان کې د ترسره شوي ټول پوښتنې پایلې اعلان شوې او د ټاکنو خپلواک کمیسون وویل چې ۹۲ سلنه کردانو د عراق څخه د بیلتون پرېکړه تایید کړې ده.

د پایلو د اعلان سره سم یوازي ۷.۲۷ سلنه رایه ورکوونکو د عراق څخه د بیلتون پر خلاف رایه ورکړې ده او ۱.۲۱ سلنه رايې لغوه بلل شوی دي.

او زیاته یې کړه چې په ټولپوښتنه کې قریب څلور ملیونه کسانو ګډون وکړ چې د ټولو ثبت شویو رایه اچوونکو ۷۲.۱۶ سلنه جوړوي.

خپلواک کمیسون همداراز وویل چې ټولپوښتنه په ارامه فضا کې تر سره شوه، هیڅ امنیتي او یا ددرغلۍ پيښې نه دي ثبت شوي .

د عراق کردستان د بیلتون لپاره ټول پوښتنې په نړیواله او کورنۍ سطحه سخت غبرګونونه را پارولي دي، په ځانګړي ډول د عراق مرکزي حکومت د ټول پوښتنې پایله باطله بللې او د دغه ولایت د چارواکو څخه یې غوښتي چې د هوايي ډګرونو مسؤولیت مرکزي حکومت ته وسپاري او همداسي يې ګواښ کړی چې د ټولو هغو الوتکو مخه به ونیسي چې د کردستان لویو ښارونو ته پروازونه کوي.

بلخوا د ګاونډیو هیوادونو ترکیې او ایران په شمول د نړۍ اکثره لویو هیوادونو د ټول پوښتنې سره سخت مخالفت او حساسیت ښودلی دی او هغه یې بې وخت او بېځایه بللي دي خو اسرائیل يې په علني ډول حمایت وکړ او ویل کیږي چې متحده عرب امارات او سعودي یې هم په غیر علني ډول ملاتړ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

لمړی : که د عراق ، ترکیی ، سوریی او ایران غلامان د کردانو په ځای وو د ګیدړانو او پیشو ګانو په شان د ازادی چیغی او د خرو په شان رمپاړی به یی وهلی چه مونږ مستقل قومونه یو خپلواکی زمونږ فطری حق دی که نه راکول کیږی مونږ به وسلی ته لاس واچوو مګر نن چه کردان به دغه موقف کی قرار لری او یو لوی قوم د څلورو هغو هیوادو تر منځ ویشل شوی چه چارواکی یی د شرقی او غربی استعماری قدرتو نانځکی او فاحشی دی . که ټول ورته ازادی ورکړی تر دوی که… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x