نظــر

ټاکنې د ډېرو ممثلونو ډرامه!

د کرزي د بلواکه رژیم د پای اوپه ارګ کې د یوبل ریبوټ د کېنولو پر پلمه، د ټاکنو پرنامه د افغان وژنې دسیسه او لویه ډرامه باید ترسره شي. دغه ډرامې چې وړاندې هم دوه ځلې تکرار شوې دي، مګر بیا هم ځينې ضمیر پلوري دې ډرامې ته د رښتیانيو ټاکنو په سترګو ګوري، ځینې خو يې لاآن په فیسبوک کې د خپلو خویندو او میندو د کارت اخېستلو ویاړ(!) له نورو سره هم شريکوي.

راتلونکې د ټاکنو پرنامه ډرامه، چې ټاکل شوې د نوي لمریزکال پرشپاړلسمه تمثيل شي، طالبانو ته له لویه سره د منلو نه ده، هغوی پر دې ټینګار کړی، چې که څوک دې په دې ډرامه کې د ممثل په توګه دنده نه اخلي، ځکه چې د ډرامې پایله به هماغه وي، چې ډایریکټر یې غواړي. طالبانو تېره دوشنبه خپل رسمي دریځ خپور کړ، او په هېواد کې له پوهې طبقې غوښتې وو، چې نور هم وپوهوي او له دې ډرامې لرې پاتې شي.
په مقابل کې يې د پیسوګټلو پروژې (د کرزي دولت) د طالبانو دا اخطار د بهرني سیاست اخطار وګاڼه. دوی تل له دې ټاپو ګټه اخېتسې، په داسې حال کې چې ارګ مېشتو ته ایران او په پارلمان کې نصب شويو ریبوټونو ته پاکستان معاش ورکوي.
د کرزي د بلواک رژیم په اصطلاح د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په پوره ډاډ وویل، چې زموږ څلورلکه سرتیري به په د ډرامې د تمثیل پر مهال په ټول هېواد کې مرغۍ هم پر ته پرې نه ږدي.
په داسې حال کې چې تېروار همدې ټاکنو کې مالومه شوه، چې له افغان وژنې پرته يې بله مانا نه لرله.
مګر پوښتنه دلته ده،چې ایا رښتیا هم افغان ولس راتلونکې ډرامې ته تیار دی؟ هغوی د ټاکنو پرنامه د کومې پروسې تمه کوي؟…
په ولس کې د اربکي پر نامه د کرزي د بلواکه رژیم د ملت ځورونې د پروسې یوه لړۍ روانه ده، چې ملت يې تر دې اندازي راوستی، چې یواځې په ځان پورې يې محدود کړی، هغوی يې په دې کیسه کې نه دي، چې په څرخکي څوکیو کې د کارپوهانو پرنامه راغلي غوړه مالان څه وایي، یاهم په ښارونو کې د تفکر او تحو خبرې کېږي او که د برابرۍ او ورورۍ؟؟؟
ملت د کرزي د نیم واکه رژیم د اربکي ه دې کرغېړنې پروژې تر دې اندازې ه ژوند پښېمانه شوي، چې له ځانه پرته د بل څه په اړه فکر نشي کولای.
نو هغه روشنفکران چې د ملت پلوۍ ادعا کوي، ‌لطفاً د ملت له منځه خبر شئ، طالبان په خپل اخطار کې ځکه سل په سلو کې برېمن دي، چې ټول ولس تېر ته په کتو، نور نو د ټاکنو پر نامه دغولونې پروسه نه مني، هغوی پوهېدلي چې په دې بې اساسه او لوڅه ډیموکراسي کې د دوی هیڅ ارزښت نه شته، ځکه دلته د زاهد، عابد او مجاهد رایه له فاسق، فاجر او بې علمه سره یو ډول ده، مګر بیاهم دملت د رایې شمېرنې ډنډوره دروغ ځکه ده، چې په کاندیدانو کې ټول هغه سره راټو دي، چې ملت يې ډېر ښه پېژني، نو کمپیانران دي پیسې وګټي، خو ضمیرونه دې نه پلوري.

قیوم عمري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x