افغانستان

ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا د امریکا څخه پر نوي ستراتیژۍ مننه وکړه

نن ټکی اسیا (چارشنبه، ۴ تله، ۱۳۹۶): د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن د امریکا د دفاع وزیر جیمس ماټیس او د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ سره په ارګ کې په یوه ګډ خبري کانفرانس کې را څرګند شو.

نوموړي د امریکا او ناټو څخه مننه وکړه چې په خپله نوې ستراتیژي سره یې ثابته کړه چې دوی په افغانستان کې د تروریزم خاتمه غواړي او د سولې لپاره سیاسي فضا جوړول غواړي او په دې اعلان سره هغه مخکنی ابهام چې په سیمه کې موجود وو، هم له منځه ولاړ.

نوموړي د ناټو د سرمنشي څخه وغوښتل چې دوی هم باید افغانستان ته د اضافي ځواکونو را لیږلو غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي لکه څرنګه چې امریکا د جنرال ماټیس په مشري د اضافي ځواکونو را لیږلو پرېکړه کړې ده.

نوموړي ددواړو مشرانو څخه په افغانستان کې د هغوی پر قربانيو هم د افغانستان د ولس په استازیتوب مننه وکړه.

اشرف غني وویل چې مونږ د سولې پروسه له دوه محوره غواړو، د پاکستان سره سوله او بین الافغاني سوله.
مونږ د پاکستان سره د دولت په سطحه خبرې کول غواړو تر څو هغوی ته دا ووایو چې د افغانستان ثبات ددوی په تاوان نه دی.

او همدا رنګه په بین الافغاني توګه هر چاته واضحه شوې چې په جګړه هیڅ نه شي لاسته راوړلای، د حل یوازینی لاره بین الافغاني مذاکرات دي، چې د افغانستان حکومت هر وخت ورته اماده دی، او د ټولو اړخونو څخه هیله کوي چې اوسني شرایط درک کړي او د فرصتونو څخه استفاده وکړي.

اشرف غني وویل چې طالبان دوه لارې لري، د نړیوالو «تروریستانو» سره لاره یوه کول او د پردیو د سیاستونو لپاره لوبېدل او بله لاره د سولې خبرو ته اماده کېدل او د جګړې پرېښودل دي.

باید وویل شي چې نن کابل ته د جنرال ماټیس او سټولټنبرګ د راتګ وروسته طالبانو پر هوايي ډګر توغندیز برید وکړ چې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا یې دروند زیان اړولی او چارواکي يې وار خطا کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ څه موده تر مخه خپله نوې ستراتیژې اعلان کړه او په هغه کې يې د اضافي ځواکونو را لیږلو تر څنګ په افغانستان کې خپل پر دوامداره شتون ټینګار وکړ او وې ویل چې دوی به په دغه هیواد کې د «تروریزم» ریښې له منځه وړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد حذیفه

پدی خبری کنفرانس کښی تر ټولو جالبه او د خندا وړ د امریکا د دفاع وزیر چی په لیونی سپی مشهور ده خبری وی. نوموړی پخپلو خبرو کښی داسې وویل وایی مونږ به افغانستان بی رحمه دشمن (یعنی طالبانو او دده په اصطلاح نورو ترورستی ډلو) ته چی په زوره او د وژنو له لاری د افغانستان په خلکو قدرت ته رسیدل غواړی پرینږدو. دده داخبری له دوو واقعیتونو خالی نه وی یا دا چی دې واقعا هم لیونی او له ساحی خارج ده او یا هم دا چی دافغانستان ټول خلک ده ته لیونی معلوم شوی خو که چیری… نور لوستل »

ضمىر

اول اسلام علىکم ورحمت الله وبرکاته امابعدله محمدحذىفه صاحبسخه ىودونىامننه کوم سى داسى سفىنى خبرى ىه لىکلى دى اواشرفغنى غواول هم ده لونى سفى خدمت کار ىاغلام وه وس هم ده تاسى ولى ګىله له داسى غلام ىاخدمت کارسخه کوى او لونى سفى ته مى دافىغام ده که دى خفل فوزونه درسره بونه زى انشاءالله لىرى نه ده سى دى به دالله فونصرت سره سره به ده موجاهدىنوفولاس موردارىزى اوهلته به لکه سفى دراسته ول کىزى وسلام

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x