سعودي: د ښځو په موټر چلونې پسخند د پنځه کاله بند او ۳ ملیونه جرمانې سبب کیدای شي

نن ټکی اسیا (چارشنبه، ۴ تله، ۱۳۹۶): د سعودي یوې ورځپاڼې لیکلي چې د ښځو د موټر چلونې په وروستي فرمان که چا پسخند ووهه، ۵ کاله به بندي شي او یا به ۳ ملیونه ریاله جرمانه شي.

د سعودي باچا تېره ورځ ښځو ته اجازه وکړه چې له دې وروسته د موټر چلولو لایسنس اخیستلای شي چې په دغه هیواد کې يې ډول ډول غبرګونونه را پارولي دي.

د سعودي مشهورې ورځپاڼې «سبق» پر خپل ټویټر لیکلي چې د ملک سلمان په فرمان پسخند وهل د ۵ کاله بند سبب ګرځېدای شي او یا به ۳ ملیونه ریاله جرمانه کیږي که چا دا کار وکړ.

د الجزیرې د راپور سره سم ددې تر مخه هم سعودي رسنیو داسي راپورونه نشر کړي وه چې د دولتي امورو او فرمانونو اړوند مسخرې کول او یا په دې اړه په ټولنیزو پاڼو کې تمسخر کول د بند سبب ګرځېدای شي.

باید وویل شي چې تېره ورځ د سعودي باچا په فرمان کې راغلي چې د علماو شورا اکثریت غړو د ښځو د موټر چلونې ممانعت نه دی کړی او ویلي چې دا کار په اصل کې جواز لري.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

د خلکو تر پسخند دمخه خو همدغه د سعودی ګیدړانو پسخند څه چه د موتر چلولو ته یی نه شځی نه بریښودلی. په کار دا ده چه دغه څو بیړی دمخه خو دوی جیلونو ته واستول شی او جریمی ورکړی که ټول وخت حساب بیلونو او تریلونو ته به یی جریمی او عمر قید سزاګانی به ورته واورول شی . تر ټولو لوی پسخند خو دا چه ترمپ خبله لور ( ایکوانا ؟) ټول خلک پوهیږی چه ټرمپ کورنی څه اخلاق او څه معیارونه لری په میکپو جوړه شوی لور یی د سعودی شیخانو ته د همدی امله بوتله چه… نور لوستل »