افغانستان

ناټو د کابل په جګړه کې ملکیانو ته په مرګ ژوبلې اړولو اعتراف وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ تله، ۱۳۹۶): په کابل کې د نن ورځې توغندیزو بریدونو او بیا جګړې وروسته لږ تر لږه د یوې ملکي ښځې د وژل کېدو او یو شمیرو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شو.

د ناټو رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نن په کابل کې د وسلوالو مخالفینو د «ناکامه» برید وروسته ناټو ځواکونو چټک غبرګون وښود او هغه ځایونه یې په نښه کړه چیري چې وسلوالو شتون درلود. او زیاته کړې: له بده مرغه زمونږ یوې توغندی هدف خطا کړ او ملکیانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

په خبرپاڼه کې ناټو ادعا کړې چې دوی تل د ملکیانو د ژغورنې هڅه کړې خو د افغانستان «دښمنان» ملکیان د سپر په توګه کاروي چې له امله یې هغوی ته مرګ ژوبله اوړي.

باید وویل شي چې دا لومړی ځل دی چې بهرني ځواکونه په کابل کې دننه د جګړې پر مهال د هوايي بمبار څخه کار اخلي او ملکیانو ته مرګ ژوبله اړوي.

د یادونې وړ ده چې نن سهار د امریکا د دفاع وزیر د راتګ وروسته پر هوايي ډګر توغندیز بریدونه وشوه چې له امله یې د ذبیح الله مجاهد په وینا تلفات اوښتې او دولتي چارواکي يې وار خطا کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

اوس هم لویه خبره ده او ناتو ټلواله ډير مهربانه او بشردوسته خلک دی چه د افغانستان په شان بی دفاع خلکو به وژلو یی اعتراف کړی ، دغه اعتراف د هغوی د باره لویه مهربانی ده ، مګر اعتراف ، نه بخښنه او نه د بیا نه کولو ژمنه . هغه لویانو ته ورته اعتراف دی چه خیټی مړی کړی او بیا د ویاړنی د پاره نورو لویانو ته وایی چه نن خو یو څو حیوانات ذبح کړل مرګ یی ډیره مزه کوله یعنی د غه اعتراف یی هم د خپل زور د ښودلو او ویاړنو د پاره کوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x