نظــر

د پردي معیار مفکر! ډاکتر رحیمي

د ټاکنو پرنامه راتلونکې ډرامې ته له یوولسونوماندانو اوس لس پاتې شول، ځکه چې یو یې د څو پیسو او څوکیو پر خاطر له بل سره یو ځای شو، دې ته دوی سیاست(!) وايي، که څه هم دوی د ارزښتونو پرنامه څه نه پېژني، مګر عموماً دوی د ارزښتونو پر سر سودا ته سیاست وايي.

په لسونوماندانو کې دیو هغه يې تبلیغاتي ډله ځکه زوروره ده، چې په دربار کې يې خبریالان او فرهنګيان(!) ډېر ښکته پورته کېږي، هغوی عموماً داسې اوازه ګډه کړې ده، چې د دوی ټاکلی نوماند ځکه دبې بدلې تبلیغاتو لایق دی، چې هغه پر نړیواله سطحه دویم مفکر دی. دا چې د دوی لپاره تفکر یعنې څه؟ دابېله خبره ده، خو مهمه داده چې ایا پر پردیو معیارونومفکر، په پردیو ارزښتونو کې مفکر او د پردیو پرخوله مفکر، ز موږ لپاره هم مفکر دی؟؟؟
دا چې نن سبا د نړۍ واک له چاسره ده او عموماًنړیوال ارزښتونه څوک ټاکي؟ ښکاره خبره ده، او داچې بیا دې یو مسلمان افغان د دې نړیوالو پر معیار تر دې اندازې برابر وخېژي، چې ان پر نړیواله سطحه تر ده یواځې یو بل مخکې وي، ایا دا به زموږ لپاره هم وي؟؟؟
اشرف غني احمدزي ډېرې ماسټریانې او دکتوراوې سره کتار کړې دي، مګر لسانس يې د لبنان له البیروت امريکايي پوهنتون نه ترلاسه کړی دی، چې لا تراوسه پکې انجیل تدرسېږي. د دې پوهنتون د پېژندنې لپاره دومره بس دی، چې زلمی خلیلزاد هم له دې پوهنتونه فارغ دی.
هېواد ته د ښکېلاک په راوستلو کې او آن دې ښکېلاک ته د روا والي د جامې په وراغوستونکيو کې همدا مفکر صیب هم په بن کې پریوه څوکۍ نصب و. اشرف غني په ټوله مانا د دې پلوی و او دی،چې طالبان د افغانستان دښمنان وو او دي، او هم اسلامي نظام په نننۍ نړۍ کې له نړیوالتوبه پاتې کېدل دي.
همدا پر پردیو ارزښتونو او معیارونو مفکر، د ځینو ضمیر پلورو لپاره دلته هم مفکر شو، که څوک پر قرانی احکامو باوري وي، نو پر دې باید پوی شي، چې د کافر دوست، دمسلمان دوست نه شي کېدلای، د عیسوۍ رولاغني مېړه تر دې اندازې د کفارو پرمعیارونو برابر دي، چې آن د نړۍ په سطحه يې دویم شخص اعلان کړ، نو ښکاره خبره ده، چې زموږ لپاره به د داسې مفکر صیب تفکر د تدبر وړوي.
د اشرف غني پر بې لارۍ مې نن لا يقين پوخ شو، ځکه چې نن ترې د اسلام او خپل ملاپلار کلک دښمن مجیدقرار هم ملاتړ اعلان کړ، او پر همدې ورځ ترې سندرغاړې نغمې هم ملاتړ اعلان کړ.په ورته وخت کې دې دوو ملاتړ کوونکو ولس ته دا وروښووده، چې د مجیدقرار او نغمې څومره توپیر نشته. که څه هم ځينې چاپلوسان او هوټلیان د مجید قرار دا اقدام د وطنپالنې پرنامه نوموي،خو په انساني ټولنه کې کورنۍ ترټوله وړه انساني ټولګه ده، څوک چې د خپلو کورنیو روابطو خیال نشي ساتلای د هېواد پرسطحه دعوه به يې څوک ومني، څوک چې د انسان له فطرته(اسلام) بغاوت کوي، د وړې انساني ځانګړنې (هېواد دوستۍ) دعوه به يې څوک ومني؟ څوک چې خپل پلار د یو هېواد د رنډۍ خانې محصول بولي، يو پر دي چاته به څنګه د احساس او شعور له مخې د ملاتړ غږ وکړي؟؟؟
مګردا چې ولې په ټولنیزو شبکو کې د بې فکره مفکر، پلویان ډېر تبلیغ کوي، ښایي دپوښتنې وړ وي.مګر پر دې باید باور ولرو چې د مفکر صیب ټولو له فکره خالي مبلغین په ښارونو کې د لپ ټاپ مخې ته ناست او دڅو پیسو لپاره د خلکو د ذهنونو د اړولو پروژه پر مخ وړي، په داسې حال کې چې دوی هم ښه پوهېږي، چې له ښارونو پرته په ټول هېواد کې خلک د مفکر او متحول په کیسه کې نه دي، بلکې هغوی د همدې مفکر په خوښه راغلیو مېلمنو پر داسې غم اړولي، چې اصلاً له خپله ځانه پرته دبل څه اړوند فکر نه شي کولای.
ځينې سکولرافراطیان داسې تبلیغوي، چې که مو مفکر ته رایه ورکړه، نو بېخې بې فکره کار به مو نه وي کړی، په داسې حال کې چې تېرو دوو دورو ثابته کړه، چې دلته رایه کومه مانا نه لري، همدا افراطي مبلیغن دا ذمه نشي اخیستلای چې ټاکنې به شفافي وي؟؟؟

ډاکتر عطا محمد رحیمي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x