افغانستان

د کندهار معروف ولسوالۍ طالبانو ونيوله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ تله، ۱۳۹۶): د کندهار ولايت معروف ولسوالۍ له درنې جګړې وروسته طالبانو ونيوله.

د کندهار ولايت يو شمېر امنيتي سرچينو رسنيو ته د نوم نه ښوولو په شرط ويلي، چې ولسوالۍ طالبانو نيولې، خو د کندهار ولايت مقام او امنيتي مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو وياند قاري محمد یوسف احمدي رسنيو ته ويلي، چې د معروف ولسوالۍ مرکز، امنيه قومندانۍ او شاوخوا پوستې يې له حکومتي ځواکونو نيولي دي.

د احمدي په وينا د ولسوالۍ د نيولو پر مهال يې د ګڼ شمېر سپکو او درنو وسلو سربېره ځينې پوځي وسایط هم نيولي دي.

له تېرو څو وختونو راهيسې طالبان د کندهار ښار په ګډون په يو شمېر ولسواليو کې فعال شوي، ګڼې سيمې يې لاندې کړي او نن يې د معروف ولسوالۍ د نيولو خبر هم ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

نه یوازې په مرکز غزني کې هدفي وژني زیاتي شوې بلکه د غزني په بېلابېلو ولسواليو کې دې ته ورته وژنې ډیري شوې دي په ځانګړي ډول قره باغ ولسوالي کې د څو ورځو په جریان کې څو تنه نظامي کسان وژل شوي دي ، چې یو هم د استخباراتو مخکینی مسول حیات الله سره له ملګري وژل شوی…

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x