نړۍ

د امریکا یوه جزیره د سیلاب له امله څومره تخریب شوې؟ / انځورونه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ تله، ۱۳۹۶): قریب یوه اونۍ تر مخه د «ماریا» په نوم شدید طوفان د امریکا د «پورټو ریکو» جزیره ټینګه ووهله. د شدید باران او توند باد وروسته هغه سیمې چې له مخکې لا د «ارما» په نامه طوفان وهلې وی، یو ځل بیا په بشپړه توګه د تخریب سره مخ شولې.

چارواکي وايي چې ددغه تخریب د بیا اصلاح لپاره میاشتي په کار دي تر څو د جزیری اوسیدونکو ته د چیښلو پاکې اوبه او برېښنا ورسیږي، خو محلي چارواکي وايي چې حکومت ورسره هغه سي مرسته نه کوي لکه څرنګه چې په کار ده.

د تیرې سه شنبې په ورځ د «سان جان» ښاروالې رسنیو ته په ژړغوني لهجې وویل: دلته خبره د مرګ او ژوند ده، هره لحظه چې مونږ د کومک په رسولو کې ناکامه پاتې کیږو، خلک د مرګ پر خوا روان دي».

او زیاته یې کړه: قریب ټوله جزیره برېښنا او تلیفوني خدمات نه لري، تر اوسه ۱۶ کسان مړه شوي دي.

پنټاګون وايي ۴۴ سلنه خلکو ته پاکې اوبه نه رسیږي، د ۶۹ روغتونونو څخه یوازي ۱۱ یې برق یا تیل لري.

ټرمپ راتلونکې اونۍ د جزیرې څخه د لیدنې وعده کړې، لاندي یو څو انځورونه دي چې د جزیرې د تخریب یو اړخ ځیني څرګندیږي.

سرچینه: وال سټریټ ژورنال

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x