پاکستان ډېره موده پس ټیسټ میچ وګټی

umer_gul_paksitanنن ټکی آسیا: پاکستانی ټیم په نیوزیلینډ کې نن صبا په ټیسټ سیریز بوخت دی.. او نن یې اولنی میچ د نیوزیلینډ ځخه وګټی، پاکستان به یو بل ټیسټ میچ د نیوزیلینډ سره په روانه میاشت کې په ۱۴ تاریخ کوی.. که یی هغه هم وګټی نو دا به د ډیري مودي پس د پاکستان اولنی سیریز ګټنه وی..
ددې ترمخه پاکستان خپل ټی ۲۰ سیریز په یوه دوه باندی بایللی وو..
د تفصیلاتو سره سم ننی ټیسټ میچ چې درې ورځی تر مخه پیل شوی وو، او نیوزی لینډ د ټاس ګټلو وروسته په خپل اول اننګ کې ۲۷۰ منډې جوړي کړې، په جواب کې پاکستان ۳۱۰ منډې جوړي کړې او بیا چې کله دوهم اننګ شروع شو نو د نیوزی لینډ لوب غاړي ټوله ناکامه سول چې په وکټ باندی لږ ودریږی بلکی ټول یو په بل پسی اوټ سول او په ټولو یې صرف ۱۱۰ رنزه جوړ کړه.. چېری چې پاکستان ته د ګټی هدف صرف ۲۱ رنزه جوړ شو او هغه پاکستانی اوپنرانو په اسانی سره جوړ کړه، او خپل اول ټیسټ میچ یې په لسو وکټونو وګټی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.