ورزش

افغانستان نړۍ ته د خپلې وړتیا ښودلو په تکل کې

د نړیوال جام د بنګلادیش په درې کوربه ښارونو کې کیږي، دغه ښارونو په بېلا بېلو جذابو رنګونو رنګ شوي. ډاکه، چیتاګنګ او سیالیټ ښارونو ته رڼا ګانو بېلا ښکلا ورکړې، داسې ښکاري لکه په بنګلادیش کې چې سبا اختر وي. د کرکټ میدانونه داسې جوړ شوي لکه د چا واده لپاره ځای جوړ شوی وي.

زرګونو امنیتي ځواکونه په بېلا بېلو ځایونو کې ولاړ دي، خلکو ته داسې ښکاري لکه دوی چې په بنګلادیش کې نه، بلکې اروپا کې ګرځي، عکسونه ویډیوګانې جوړیږي، ټولنیزو وېبپاڼو ته پورته کیږي. بس ! یواځې افتتاح پاتې نور هر څه منظم دي.

د بنګلادیش اوله لوبه د افغانستان سره لري، دواړه لوبډلې د یو بل ماتولو ته ملاوې تړلي، بنګلادیش لا وار دمخه افغانستان ته چیلنج ورکړی او افغانستان بیا بنګلادیش ته اسیايي جام سیالي وریادوي. له الف ګروپ څخه یوه لوبډله به د نړیوال جام دوهم او اصلي پړاو ته وځي.

د افغانستان لوبډلې بنګلادیش له پخوا تر تاثیر لاندې دی چې دا ورته یو مهمه ګټوره نقطه ده. افغانستان تر دې دمخه بنګلادیش مات کړی، د بنګلادیش بالینګ، بیټنګ او فیلډنګ هر څه ورته مالوم دي.

بیټنګ کې د افغان لوبډلې تیز بیټسمین محمد شهزاد ښه نه دی لوبېدلی، همدا راز کپتان محمد نبي هم په بیټنګ کې په اسیا جام کې ډیر ونه ځلېد. په بیتنګ کې د افغانستان سترګې محمد نبي، اصغر ستانکزي او سمیع الله شینواري ته دي. محمد شهزاد هم په دې لړ کې دی خو نوموړی په دې وروستیو لوبو کې بیخي نه دی چلیدلی.

د بنګلادیش لوبډلې ته شکیب الحسن، تمیم اقبال او مشرفي مرتضی بېرته راستانه شوي، دا درې لوبغاړي د افغانستان لپاره د خطر زنګ دی.
ویرونکې سیالي

دا یواځېنۍ سیالي ده چې د بنګلادیش ټیم ملاتړي ورته سترګې په لار دي او هم دا یواځينۍ سیالي ده چې یروونکې ده.

د بنګلادیش لوبډله او بنګالیان په خپل ګروپ کې له افغانستانه په ویره کې دي. دوی پخوا یو ځل لوبه بایللې له همدې امله په سبانۍ لوبه کې د خورا احتیاطه کار اخلي.

د افغانستان ستونزه

د افغانستان ستره ستونزه ددوی د ناکام بیټنګ دی. محمد شهزاد او محمد نبي په دې وروستیو سیالیو کې په بیټنګ کې بیخي ونه ځلېدل. دوی دواړو ته د افغانستان سترګې دي. همدا راز د افغانستان لپاره په سباني میچ کې د بنګلادیش ملاتړي دي او د افغانانو بلا ډیرې توقع دي چې له افغان ټیمه يې لري او دوی یې باید پوره کړي.

د ټولو سترګې سبا ته د فتح الله میدان ته دي، دا چې څوک به مسابقه ګټي، سبا به یې مالومات کیږي. خو د کرکټ پوهانو په اند د لوبې مخکې ددې پریکړه ممکن نه ده.

دواړو لوبډلو سبانۍ سیالۍ ته لاندې لوبغاړي غوره کړي:

د افغانستان لوبغاړي:

محمد نبي (کپتان)، محمد شهزاد (کیپر)، نوروز منګل، کریم صادق، شفیق الله، نجیب الله ځدران، ګلبدین نایب، سمیع الله شینواری، شاپور ځدران، دولت ځدران، میرویس اشرف، اصغر ستانکزی، نجیب ترکی، حمزه هوتک او افتاب عالم

بنګلادیش لوبډله

تمیم اقبال، انعام الحق، شکیب الحسن، مشفق الرحیم (کپتان او کيپر)، مومن الحق، ناصرحسین، محمدالله، فرهاد رضا، مشرفي مرتضی، عبدالرزاق، روبیل حسین، صابر رحمن، سوهاګ غازي، الامین حسین او شمس الرحمن.

نن ټکی اسیا به دا لوبه په ژوندۍ بڼه خپلو مینوالو ته وړاندي کوي، په لاندي لینک:

http://www.nunn.asia/live-tv-stations/896-live-tv2

او بل لینک:

http://www.nunn.asia/live-tv-stations/898-live

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x