افغانستان

امریکايي رسنۍ: طالبانو غوښتل چې ماټیس ووژني

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ تله، ۱۳۹۶): تېره ورځ کابل ته د امریکا د دفاع وزیر د راتګ وروسته پر کابل هوايي ډګر توغندیز بریدونه وشول چې د نړیوالې میډیا له لوري يې پراخ انعکاس وموند.

که څه هم دواړه بېل خبرونه وه، ماټیس کابل ته ورسید تر څو د افغاني چارواکو سره د ناټو د سرمنشي په ګډون وګوري او له رسیدو وروسته یې پر کابل هوايي ډګر توغندیز برید وشو، خو اکثره رسنیو چې تر اوسه یې د ماټیس خبر نه وو خپور کړی، د خبر لپاره یو بل خبر وموند او په دې توګه دواړه خبرونه په یوه سرټکي کې اکثرو مشهورو رسنیو را واخیستل چې عنوانونه یې وه: د ماټیس د رسیدو لږ وروسته طالبانو پر کابل هوايي ډګر توغندیز برید وکړ.

خو ځینو امریکايي رسنیو تر دې هم ور ها خواته د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد پر وینا خبرونه جوړ کړل او دغه برید یې د امریکايي دفاع وزیر د وژنې یو پلان او هدف وباله.

د ووکس (Vox) په نامه رسنۍ ولیکل: «تروریستانو» (طالبانو) د امریکا د دفاع وزیر د قتل هڅه وکړه.

یوې بلې رسنۍ «The Drive» په ورته سرلیک ولیکل: طالبانو د امریکا د دفاع وزیر د قتل ناکامه هڅه وکړه.

یوې بلې رسنۍ (Newsy) ولیکل: جیمس ماټیس د وسلوالو له بریده روغ ووتی.

د «پټسبرګ پوسټ ګیزت» په نامه رسنۍ ولیکل: د پنټاګون او ناټو مشران د کابل څخه لیدنه د طالبانو د توغندیو سره مخ شوه.

د اسټرالیا سکای نیوز سرلیک وو: د ماټیس الوتکه د طالبانو له لوري په نښه شوه.

باید وویل شي چې تېره ورځ طالبانو د امریکا د دفاع وزیر جیمس ماټیس د راتګ وروسته د کابل هوايي ډګر په توغندیو په نښه کړ چې د ذبیح الله مجاهد په وینا هدف د امریکا د دفاع وزیر الوتکه وه.

د امریکا دفاع وزیر جیمس ماټیس چې په امریکا کې په « لیوني سپي » شهرت لري، د هندوستان د ښکاره سفر وروسته په ناڅاپي سفر کابل ته را ورسید او د ولسمشر اشرف غني سره یې د ناټو د سرمنشي په شتون کې ملاقات وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد حذیفه

اصلا په امریکایی دوه مخی سیاست او قانون کښی تروریست هغه څوک ده او تر تعقیب لاندی وی چی په امریکایانو او امریکایی ګټو حمله کوی ولو که تر هر عنوان لاندی وی. له دی ور ها خوا امریکایان بل څه د تروریست او تروریسم په نوم نه پیژنی ولو که هغه هر څومره ویروونکی کړنی او اعمال وی.

افغان

حیرانوونکی خبره ده ، طالبان او امریکایان سره په جنګ کی دی پرون یی د طالبانو مشر په شهادت ورسولو ، طالبان به هم هڅه لری چه ترمپ ، او یا نور وزیران یی چه وسه یی وشی په نښه یی کړی ، دا جنګ دی طالبانو خو نه شو کولایی میټس ته یی د ګلانو هار به غاړه وراچولی وی او د خپلو وژلو هر کلی او زنده باد یی ورته ویلی وی او هغه هم په داسی حال کی چه امریکایانو د طالبانو به ټاټوبی یرغل کړی طالبانو د امریکا په ټاټوبی یرغل نه دی کړی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x