نظــر

د یوه ملت د فرهنګی شتمنی او تاریخ غلا

د جنګ په دوران کی د لرغونو اثارو قاچاق

کله چی په کال ۱۹۷۸ کی یو روسی لرغون پیژندونکی ویکتور سریانیدی طلا تپه وکنستله، نو هلته یی ۲۱۰۰۰ مختلف النوع جواهرات، د آریایانو په دور کی جوړ شوی د سروزرو عقیقه اثار چی اوس د زرو د خرانی په نوم شهرت لری راوسپړل، ددغو اثارو عکسونو له معلوماتو سره یو ځای قلم بند شوی دی. لاکن د ۱۹۷۸ دور او حقائقو ته په کتو چی هغه وخت کریملین د افغانستان د کمونستی رژیم په ملاتړ د نظامی مداخلی په فکر کی وو داسی ښکاری چی د پروفیسر سریانیدی څیړنی په حقیقت ولاړی دی.

موږ دا هیر کړی چی هغه وخت کریملین د افغانستان د طبعی ګاز د څارلو او په دی هکله د معلوماتو د راټولو په پخاطر عملی ګامونه پورته کول. د هغه وخت راهیسی موږ په د پوه شولو چی ماسکو د هغه وخت په مرکزی اسیا کی د طبعی زیرمو د استخراج په خاطر د څار الات نصبول،  په داسی حال کی چی افغانستان ته یی د نړیوال قیمت یوازی ۱/۳ قیمت ادا کاوه.  او دا چی ماسکو د افغانستان خزانی لپاره نقدی پیسی هم نه ورکولی بلکه دا د قرض روپی به یی د ترکی او امین په خپل لاسپوڅی حکومت او پوځ باندی لګولی. دلته د تاریخی پس منظر ذکر کولو څخه هدف دا دی چی وښیو د نورو ځواکمنو ملتونو په څیر مسکو هم پدی اړوند د ملامتیا څخه مصئون نه دی.
د باختریا په شان د سروزرو خزانی یقینأ د پیړیو پخوانی تهذیب، د نایابه جواهراتو او د پخوانیو خلکو څخه د پاتی شیانو یو بهترینه مجموعه وه چی د افغانستان د کلتوری او بنیادی اساس د یو والی د ساتلو لپاره د ډیر زیات اهمیت وړ وه.

ملی جغرافیایی ټولنه، د واشنګټن د هغه ډلی په رابطه چی په یاده برخه کی د پام وړ مهارت لری د یو غیر معیاری تړون په هکله خبری تر سره کړی چی دا د افغانستان لپاره ښی پایلی نه لری. دوی ښه پوهیږی چی افغانان دا خبره کوی چی موږ باید دا هیر نه کړو چی د افغانستان حکومت د بهرنی اشغال لاندی دی  او ملی جغرافیایی ټولنه د نورو امریکایی مفکرینو او ورته ډلو په څیر د امریکی حکومت یو متوازی ارګان دی. د مثال په توګه، واقعت دا دی د ترهګری په خلاف جنګ کی مصر ته د قرض په ورکولو کی خاص امتیازات د انتیکو په بدل کی ورکړل شوی کوم چی پدی جنګ کی د دوی حیثیت په ګوته کوی. افغانستان هم ځکه کیدی شی له دی پرته بل هیڅ لاره ونه لری چی د ملی جغرافیایی ټولنی پیشنهاد ومنی.

څرنګه چی ما یادونه وکړه چی دغه اداری د متوازی حکومت په توګه کار کوی او له دوی سره مستقیم روابط لری، ښه بیلګه یی دا ده چی د کلتوری پالیسی لپاره امریکایی کونسل په نامه یو تنظیم څه موده وړاندی له حکومت سره کتلی او غوښتنه یی ورځنی کړی چی د پخوانیو اثارو ( انتیکو شیانو) په اړه په فدرالی قانون کی اسانتیاوی برابری کړی.

ددی تنظیم له لوری د ذهن سازی هدف دا دی تر څو د افغانستان او عراق د  زرګونو کلونو پخوانی تاریخی کلتوری اثارو استخراج لپاره لاره هواره کړی.
دا تنظیم یوازی د سیاسی ډلو او د انتکو  تجارانو په حق کی د تبلیغاتو او ذهن جوړولو لپاره کار کوی او همدوی د سیاسی تنظیمونو لویه برخه تشکیلوی. د بش او اوباما دواړو ادارو د بشری قوانینو زیات سپکاوی کړی ځکه چی دوی د ډیر اوږد او متنازعه جاری اشغال مخترعین دی او داسی توقع کول احمقانه دی چی کلتوری ساتنه به ددوی د ضمیر او یا هم دوباره راتګ سره په دوی کی فرق راوستی وی.

د ملی امنیت تر نامه لاندی ستنیدونکی امریکایی عسکر کوم چی له ګمرکی تفتیش څخه مستثنا دی، د افغان او عراقی انتیکو په قاچاق نیول شوی دی. نړیوال قوانین وایی چی اشغالګر قوتونه مسئول دی چی باید د هیوادونو کلتوری سرمایی خوندی وساتی. د عراق په برخه کی یوازی امریکایانو د تیلو وزارت ساتنه کړی ده، په داسی حال کی چی د بغداد ملی میوزیم په سیستماتیک ډول چور کړی شو. د قرآن کریم د پخوانیو تاریخی نسخو په شمول تقریبأ ۵۰۰۰ کتابونه او ۱۰۰۰۰ لیکلی نادری نسخی او اسناد د امریکایی سوله ساتو ځواکونو د بی ارزښته سترګو په وړاندی وسوځول شول. پنځه زره کاله پخوانی د خټی څخه جوړی شوی تختی چی د ګیلګامیش اوږده قیصه یی بیانوله چور کړی شو. کله چی ددی چور په اړه د هغه وخت د امریکی د دفاع وزیر ډونلډ رمزفیلډ نه پوښتنه وشوه نو نوموړی پخپله بیروکراتیکه لهجه کی بی خبری وښودله او ویی ویل داسی پیښیږی. د بش او اوباما په دور کی د افغانستان د انتیکو اثارو ساتنه کله هم د بحث موضوع نه ده ګرځول شوی.   

کله چی ما په ۱۹۹۷ کی کابل ته سفر کړی و هغه وخت ما ته یو امنیتی محافظ د نوم د نه ښودلو په شرط ویلی و چی د روسانو د لس کلن اشغال په دوران کی دوی د تاریخی استعمال شیانو څخه ډک بی شماره کانټینر د هوا او ځمکی له لاری روسیی ته انتقال کړل.  

همدا شان نوموړی وویل چی د روسیی د ۴۰ کنډک فوځی قوماندان بوریس ګرومو یو ډیره ښائسته ترکمنی قالین له دارالامان ماڼی څخه راټوله کړه چی اوږدوالی یی تقریبأ ۹۰ متره و. بیا یی هغه په څو وړو ټوټو ددی لپاره پری کړه چی کله خپل هیواد روسیی ته ستنیږی نو د یادګار په توګه یی له ځان سره وساتی.

داسی ثبوت هم شته چی د احمد شاه مسعود عسکرو د طالبانو له لوری تر سخت نظامی فشار وروسته د وتلو پر مهال د کابل میوزیم څخه ډیر قیمتی شیان غلا کړل. فرهنګپالی او لیکوالی نینسی هیچ دوپری په کابل کی له مسعود سره کتلی و او ورڅخه غوښتنه یی کړی وه تر څو په میوزیم کی موجود اثار له لست سره چی دواړه په میوزیم کی موجود و پرتله کړی او د اثارو په هکله تفتیش تر سره کړی خو نوموړی ته ددی کار اجازه ورنه کړی شوه.
د ۱۹۹۰ لسیزی په دوران کی داسی افواهات خپاره شول چی د پاکستان صدراعظمی بینظیر بوټو څو دانی قیمتی بیګرامی د فیلانو د غاښونو څخه تراشل شوی د کوشانیانو د وخت اثار په پیښور کی د یو قاچاقبر څخه تر لاسه کړی و. په دی هکله د افغانستان د کلتوری میراث د ساتنی نړیوالی کمیټی بنیاد ګزار غړی مهرامستاماندی بوټو ته یو خط لیکلی و  او ددی اثارو په هکله یی ورځنی وضاحت غوښتی و.  

ددی خط په ځواب کی صدراعظمی مثبت ځواب ورکړی و، هو، ما سره څو دانی بګرامی اثار موجود دی چی هغه په حفاظت سره خوندی دی کله چی په افغانستان کی امن راشی نو دا به د کابل په میوزیم کی موجود له نورو انتیکو اثارو سره یو ځای کیښول شی. وروسته بیا ددی قیمتی اثارو په هکله هیڅ چا هم څه نه دی ویلی.

په لویه کچه د افغانستان د اثارو د راسپړلو کار په ۱۹ پیړی کی پیل شو کله چی اروپایی اثار کندونکو افغانستان او مرکزی اسیا ته سفر وکړ.

دوی د کندونکو تر نامه لاندی په خپل کار مصروف و. خو په حقیقت کی دغه فریبکاره برطانوی، امریکایی، جرمنی او فرانسوی کسان چی محلی خلکو هم  د دوی هرکلی نه کاو، په حقیقت کی جاسوسان او د خزانو غله وو. همداشان جغرافیایی شاهی ټولنه، چی یو منل شوی تعلیمی او سائنسی انستیتیوت دی کارکوونکی یی په حقیقت کی د بریطانوی ایسټ انډیا کمپنی جاسوسان وو. د فرهنګی څیړنو، د پخوانیو اثارو د تحقیق کوونکو په شکل او د جغرافیایی څیړنو تر نامه لاندی د شاهی دولت په اجازه په استخباراتی، د سرمایی په چور کولو او د خپلو شخصی جیبونو په ډکه ولو لګیا وو. څه موده وړاندی د ایسټ انډیا کمپنی په اړه معلومات خلکو لاس ته ورغلی، تاریخ د شاهی جغرافیایی ټولنی د تکړه کسانو د ارادو په هکله حقیقی څیره په داسی شکل واضحه کړی چی دوی د اثارو د راسپړلو په ارتباط د سرو زرو د مډال غوښتنونکی وو. دغه مدال لپاره چارلس میسن وړاندی کیږی لاکن په تاریخ کی د پوهانو او سائنسدانانو د وظیفی یو بد مثال دا دی چی حقیقت کی دوی استخباراتی معلومات، د نقشو په اړه معلومات او د پخوانیو یونانی، رومی، چینایی او کوشانی سکو په اړه معلومات راټولول او د بدها د وخت د رسم شویو او تراشل شویو اثارو د پټولو په لټه کی وو.  

همدا وجه ده چی نن د افغانستان ډیر نادر پخوانی خزانی د لندن، ماسکو، واشنګټن او نیویارک د ښائسته لویو میوزیمونو د اثارو د مجموعی یوه برخه ګرځیدلی.

د مثال په توګه د کوه نور ښائسته او نایاب غټ غمی چی د بریطانیی د دریو ملکو د شاهی تاج زینت ګرځیدلی د بریطانوی افسرانو له لوری چی کله دوی په رنجیت سنګه باندی په پنجاب کی کامیابی حاصله کړه تر لاسه کړی و.

رنجیت سنګ دا قیمتی کاڼی له شاه شجاع څخه تر لاسه کړی و لاکن د بی شرمه یو سترګی سیکه مشر په شان شاه شجاع هم د دغه نایاب او ډیر قیمتی کاڼی د مالکیت حق نه درلود. نوموړی غمی ۲۹۶ کریټ وزن درلود. بریطانیه هم په قانونی ډول ددی کاڼی مالکه نه ده. څو کاله وړاند ګلبدین حکمتیار له بریطانیی څخه ددی کاڼی د بیرته ترلاسه کولو غوښتنه کړی وه. تر اوسه پوری وایټ هال ( په بریطانیه کی هغه سرک چی اکثره دولتی ودانی پکی موجود دی) ددی کاڼی د سپارلو نه انکار کړی.  

د یو هیواد د انتیکو اثارو د ساتنی لپاره تر ټولو خطرناک وخت د جنګ مرحله وی. د طالبانو په وخت د دوی له لوری تاریخی او کلتوری ارزښتونو ته د نه پام لرنی له امله او په ۲۰۰۱ کال کی د امریکایانو د وحشیانه بمباریو له امله ډیر تاریخی اثار او ځایونه له مینځه لاړل.   

څرنګه چی په ۱۹ پیړی کی د دوی ملګرو له دغه فارمولی څخه کار اخستی و، امریکایی پوځیانو هم د ترهګری په خلاف د فریبی جنګ تر نامه لاندی په ډیره لیوالتیا سره د افغانستان د تاریخی اثارو په راسپړلو او چور کولو لګیا دی. جنګ په رښتیا هم ډیر د تباهی څخه ډک قوت وی، جنګ په حقیقت کی هیڅ اخلاقی او کلتوری ارزښتونه نه پیژنی. د کوم تشویش او د مسئولیت احساس نه پرته  په ټنونو انتیک شیان د تش په نامه سپړونکو له لوری چور شوی. د انتیکو شیانو قاچاق یو جنګی جنایت بلل کیږی کوم چی د نړیوال او داخلی قوانینو له مخی ممنوع دی او ټولو سرغړونکو هیوادونو په دی برخه کی مربوط تړونونه او کنوانسیونونه لاسلیک کړی.

لاکن د قوی سیاسی روابطو له امله حکومتونه، د میوزمونه مشران او هغه سرمایه دار خلک چی دا اثار راټولوی د هغو هیوادونو چی له دوی څخه تاریخی قیمتی اثار وړل شوی کله هم غږ راپورته کولو ته نه پریږدی. بلکه د دوی د غوښتنو مخه نیسی تر څو دوی ته د دوی قیمتی اثار ونه سپارل شی او یا د هغو تاوان ورنه کړل شی. د یونان، ترکیی او چین په شان هیوادونو کوشیش کړی ترڅو د یونیسکو له لاری د خپل میراث د تر لاسه کولو ادعا وکړی.  

هغه نړیواله اداره چی د انتیکو د ساتنی په خاطر کار کوی، هغوی په دی برخه کی سرغړونکو هیوادونو عدلیی وزارتونو څخه غوښتنی شوی، لاکن هیڅ نتیجه یی نه ده ورکړی. دا هر څه د بی تفاوتی غلا، غرور او کلونیالیزم نه پرته نور هیڅ شی هم نه ده.

د نتیجی په توګه ویلی شو چی د  بریطانوی، روسی او اوس د امریکایی نظامی کسانو له لوری د پخوانیو اثارو قاچاق او د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو تنظیمونو چی د انصاف په برخه کی کار کوی، بی تفاوتی چی سرغړونکو هیوادونو څخه حساب واخلی او نړیوال قانونین عملی کړی، په داسی صورت کی هیڅ شک نشته چی د افغانستان کلتوری تاریخ به له شرم سره مخامخ وی. تر هغه پوری چی نړیوالی ټولنی په دی برخه کی جدی اقدامات وکړی ترڅو ددی اثارو قاچاقبران راکش کړی. تر څو چی د غلا شویو لرغونو اثارو د قاچاقبرانو د کنترولولو په برخه کی نړیواله ټولنه جدی هڅه ونکړی چی پدی کی د ځینو نامتو میوزیمونو او حکومتی موسساتو د رئیسانو کنترول هم شامل دی، افغانستان به هم د هغو نورو هیوادونو په شان چی لرغونو اثاررو په برخه کی ورته د یرغلګرو او قوی نظامی ځواکونو له خوا ملاتړ حاصل نه وی، هرومرو به یی خپل فرهنګی میراث او تاریخ له نه جبیره کیدونکی زیان سره مخامخ شی. دا هغه موضوعات دی چی د ځینو حالاتو پرته د نامتو لرغون پیژندونکو له خوا نه راپورته کیږی. دا ځکه چی نوموړی لرغون پیژندونکی د ځواکمنو هیوادونو اوسیدونکی دی او یا د هغو ملاتړ ورسره دی. پدی موضوعاتو د هغو رسنیو له خوا هم سترګی پټیږی چی خپلی شخصی ګټی ورته لومړیتوب لری. په حقیقت کی د یوه هیواد د لرغونو اثارو په ساتنه کی پاته راتلل دا معنی لری چی تاسی د هغه هیواد د ثقافتی تشخص او تاریخ په پیژندګلوی کی پاته راغلی یاست.

لیکنه: ریچارډ بروکسن

ژباړه: انعام الله احمدزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x