امریکایانو ته خبرداری ورکړل شوی چې افغانستان ته دي‌ سفر نه کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ تله، ۱۳۹۶): وروسته له هغه چې تیره ورځ په کابل کې د حامد کرزي په نړیوال هوایی ډګر د طالبانو له لوري راکټي حمله وشوه، په کابل کې د امریکا سفارت یوه اعلامیه خپره کړې او خپلو اتباعو ته یې خبرداری ورکړی چې افغانستان ته دي‌سفر نه کوي، اعلامیه زیاتوي په افغانستان کې وضعیت بې امنه او بې ثباته دي، ټول هغه امریکایان چې په افغانستان کې ژوندکوي باید له دې هیواده ژر ووځي او په اوسني وضعیت کې دي افغانستان ته سفر نه کوي، اعلامیه وړاندي لیکي چې په افغانستان کې امریکایي اتباعو ته زیات شمیر تهدیدونه موجود دي.

تیره ورځ د امریکا دفاع وزیر(جیمز ماټیس)  او د ناټو سرمنشي(سټولټنبرګ) یو ځای کابل ته راغلل، د دوي له راتګ سره یوځاي طالبانو د کابل په هوایی ډګر ګڼ شمیر توغندي وار کړل، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته هغه مهال وویل چې د راکټي برید هدف د امریکا د دفاع وزیر جیمز ماټیس الوتکه وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د