fbpx

په غزني کې هدفي وژنې تر بل هر وخت زیاتې شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ تله، ۱۳۹۶): د غزني امنیتي چارواکو تائید کړې چې په دې وروستیو کې د غزني‌ ولایت په مرکز کې یو شمیر نظامي منسوبین په نښه شوي‌ او وژل شوي ‌دي.
په یوه تازه پیښه کې نن سهار د امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو سره د مبارزې د مدیریت یو تن افسر حمید ودان د غزني‌ په مرکز کې د بې غږه تفنګچې په ډزو وویشتل شو.
د غزني ولایت د والي ویاند عارف نوري تائید وي ‌چې د تیر کال په نسبت په غزني‌ کې هدفي ‌وژنې زیاتې شوې دي، سږ کال یوازي د غزني په مرکز کې موږ د اوو هدفي‌ وژنو شاهدان یو.
نوري زیاتوي په تیرو دوو اونیو کې درې تنه نظامي منسوبین د غزني په مرکز کې په نښه شوي دي، چې یو یې دملي اردو او دوه نور د امنیه قومندانۍ مامورین دي.
سره له دې چې ددې وژنو مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو د غزني محلي چارواکې د دې پیښو اصلي عاملین طالبان بولي.
مدني‌ فعالان او د ولایتي‌ شورا غړي هم په غزني کې د هدفي وژنو د زیاتیدو شکایت لري، هغوی وایي چې په دې وروستیو کې ناڅرګندو وسلوالو یو شمیر کسان د بې غږه تفنګچو په ډزو په نښه کړي او وژلي دي.
یو شمیر مدني فعالان وایي، په دې وروستیو کې د غزني د مرکز په شمول په ګڼ شمیر ولسوالیو کې د طالبانو تحرکات او فعالیتونه زیات شوي دي، دوي وایی د اکثر ولسوالیو د کنترول ساحه یوازی تر دوو امنیتي ‌پوستو پوري محدوده شوې نورې ټولې پراخې سیمې د طالبانو د نفوذ ساحې دي.
د غزني ولایت امنیتي چارواکي په ولسوالیو کې د طالبانو پراخ تحرکات نه مني، دوي وروستیو پيښو ته په کتو سره وایي، طالبان زموږ له امنیتي ځواکونو سره د مخامخ مقابلې توان نلري نو د هدفي وژنو په ترسره کولو سره په خلګو کې ډار او وحشت خپروي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د