نظــر

کار او ابتکار / ليکنه: فضل الرحمن مظهري

سږ کال د لیندۍ د میاشتې په ۲۲ نيټه چې د تېر ميلادي کال د دسمبر د میاشتې له ۱۳ نيټې سره سمون خوري، د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ ته تللی ووم. که څه هم دا ولسوالي په مطبوعاتو کې ښه نوم نه لري او چې چا ته د دې ولسوالي نوم واخلي د سر بلکې د بدن ټول ويښتان يي جګ ودريږي، دا ځکه چې زموږ مطبوعات له دې ولسوالۍ څخه يوازي د امنيتي پيښو خبرونه ورکوي او بس.

له مطبوعاتو ور هاخوا د همدې ولسوالي ځيني اوسيدونکې چې اوس په کابل يا د غزني په ښار کې اوسيږي هم د اندړو ولسوالي په اړه يوازي د نا امني خبري کوي، دا ځکه چې همدغه ښاغلي د دې ولسوالي له ولس سره اړيکي نور نه لري. د نه تلو وجه يي دا ده چې دوی يا له دولتي ادارو سره کار کوي يا په سيمه کې ژوند نه شي کولای نو ځکه يوازي په خپله سيمه پسي تبلغات کوي.

له دولت سره کار کول يا سيمي ته نه تلل به يوې خواته پريږدو، خو را به شو رسنيو ته چې بايد يوازي د هغو خلکو په خبرو اکتفا ونه کړي چې يوازي په ښارونو کې اوسيږي او له سيمي نا خبره وي. د رسنيو ټولو کار کوونکو ته په ځانګړي ډول ژورنالستانو ته په کار ده چې له سيمي او وضعيت نه پوره ځان خبر کړي او د هرې سيمي په اړه پوره او دقیق معلومات ولري.

دا څرګنده خبره ده چې په اطرافو کې طالبان شته او دوی د دولت پر ضد جنګیږي او دولت د دوی پر ضد. خو دا پدې معني نه ده چې ژورنالستان دي بس د اطراف خلکو او د هغوی ژوند ته پوره شا کړي او هيڅ دي له عادي خلکو سره اړيکه نه نيسي ځکه د رسنيو د کارکوونکو لومړنی شرط همدا دی چې بايد په هر لحاظ بې طرفه و اوسي او خپل ټول وس وکاروي چې واقعيت ته ځان ورسوي.

زه چې کله اندړو ولسوالي ته ولاړم، سخت خفه شوم، ځکه له ډيرو ستونزو سره مخ شوم. ستونزه داسي وه چې په اندړو ولسوالي کې رود تیر شوي چې د اندړو خلک په عامه اصطلاح ورته جلګه وايي. دا جلګه په غزني ولايت کې له سلطان بند څخه سرچينه اخلي بيا وروسته د ګيرو ولسوالي په مربوطاتو کې له بلې جلګې سره چې د سردې له بند څخه سرچينه اخلي يوځای کيږي او بالاخره په ناوه ولسوالۍ کې په اب استاده کې پای مومي.

 دا جلګه د طالبانو له وخته بيا تر اوسه پوري د کال زياتره مياشتي وچه وي يوازي د ژمي په اخرو مياشتو يا د پسرلي په بارانونو کې اوبه پکې پيدا شي. خو سږ کال د نورو کلونو برخلاف شاخوا دوه مياشتي کيږي چې په جلګه کې کافي اوبه راځي چې د خلکو زراعت ته يي ډيري ګټي رسولي دي او په څنګ کي يي تاوانونه هم رسولي.

ابتکار

زما د خفګان اصلي ټکی دا وو چې په دې جلګه باندي د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه په وخت کې د حبيب ګوډلو په کلي يو پل جوړ شوی وو، هغه اوس وران وو، يو بل پل د حکيم خان قلعه په سيمه کې تقريبا د مجاهدينو په وخت کې جوړ شوي وو هغه هم وران وو. د پلونو د وراني دلايل يو د خلکو بې غوري وه چې د پلونو د جوړولو په اړه يي هیڅ فکر نه کاوه او بل دا چې جلګه ډير وخت وچه وه نو خلکو چندان انديښنه هم نه درلوده.
کله چې سږ کال دوه مياشتي دوامداره اوبه راغلي نو د جلګي اوبه د زياتره کلو د بيلوالي لامل وګرځيدي ځکه چې د لويديځ کلو خلکو نه شوای کولای د ختيځ کلو ته ولاړ شي. دا نه يوازي زما لپاره د خفګان ټکی وو، بلکې د اندړو ولسوالي د اکثريت خلکو د خفګان لامل وو او خلکو ته يي پريمانه ستونزي را ولاړي کړي وي.

دا چې د اندړو ولسوالي خلک هم له ستونزو سره لاس او ګريوان وو او هم خفه وو، نو دلته يو ابتکار ته اړتيا وه چې باید يي دا خفګان له منځه وړی وای او هم يي ستونزي حل شوي وای. د سيمي خلکو له دولت نه هيله نه درلوده چې دوی ته دي کار وکړي او دا ستونزي دي هواري کړي تر څو خلک سوکاله او خوشاله ژوند ولري.

د ناهيلۍ دليل دا وو چې دولت په ځيني سيمو کې شتون نه لري او د حبيب ګوډلو په سيمه کې چې شتون لري هم چنداني د کار وړ ګامونه دولت په دې برخه کې نه دي پورته کړي. همدا وجه وه او ده چې که د اندړو خلک دي که د افغانستان د نورو سيمو خلک دي له دولت څخه داسي مايوسه دي چې د چا په اصطلاح د يو غيران د خير تمه يي نه ور څخه کيږي.

د مايوسۍ په دي حالت کې د سيمي خلک را ولاړ شول او پريکړه يي وکړه ترڅو په هغه سيمه کې چې د پله د جوړيدو امکانات شته په خپله په يو اتفاق سره پل جوړ کړي. د دې ابتکار برخه اول د اندړو ولسوالۍ د بښو، ټنګي، علي بیګ، بريم او شاخوا نورو کلو په نصیب شوه. هغه داسي چې د دې کلو خلک سره راټول شول او په خپلو منځو کې يي پيسي سره را ټولي کړي تر څو پل جوړ کړي.

په حرکت پسې برکت

 کله چې د دې کلو چې د اندړو ولسوالۍ په شمالي برخه کې موقعيت لري، خلکو دا ابتکار وکړ، نو دوی سمدستي لاس په کار شول او د پله په جوړولو يي کار پيل کړ. کله چې خلک جلګې ته ولاړل او هلته په کار بوخت وليدل شول، نو هر لاروي به نه يوازي د دي ابتکار ستاينه کوله بلکې هر سړي به د وعدي پر ځاي سمدستي نغدي مرسته هم کوله، دلته کوم شرط موجود نه وو، بلکې خدای او وس خبره وه.
کله چې زه دې سيمي ته ولاړم دا د کار ومه او وروستۍ ورځ وه. خلک ډير خوشاله ښکاريدل او په څيرو کې يي يو قسم د ابتکار وياړ هم ښکاريده. هر څوګ چې په مخه راتله ويل به يي هغه څوک دي خير يوسي چې دا ابتکار يي وکړ او هغه خلک دي هم خير يوسي چې د پله په جوړولو کې يي مرسته کړي.

زه چې د پله سيمي ته ولاړم هلته ما شپږ ټکټران او شاخوا ۵۰ کسان وليدل چې په کار کولو مصروف ول. ما هم د خلکو په ليدلو چې په خوشالي يي کار کاوه د خوشالي سا واخيسته او هم مي د کار د جريان عکسونه واخيستل. له ما سره فکر پيدا شو چې که دا کار دولتي پروژه ګرځيدلي وای، نو ورځي نه، اونۍ نه بلکې مياشتي به يي يوازي په کاغذ پراني لګيدې، بيا به په بولۍ نه سره جوړيدل او په څنګ کې به ډيري زياتې پيسې په رشوت بازي مصرف شوي وي.

ها د خلکو په اصطلاح غوا به لا حلاله شوي نه وي، د پروژو خلکو به نغري پر سر ګرځول. خو د اندړو په ولسوالۍ کې خلکو پريکړه وکړه او ګام يي پورته کړ او د يوې اونۍ په اوږدو کې يي د کار نتيجه وليده. اوس چې د شاخوا کلو خلک غم ښادي ولري په جګو سترګو او افتخار سره له همدې پله څخه ګټه پورته کوي او هيڅ د ليږ يا ډيرو اوبو انديښنه څوک نه لري.

د دې پله له جوړيدو سره د نورو کلو خلکو هم الهام واخيست او په دوه اونيو کې دوه نور ورته پلونه جوړ شول. دا پلونه يو د حکيم خان قلعه په ګودر جوړ شو او بل د صاحب خان د کلي په ګودر. خدای تعالی وایي تاسو حرکت کوئ زه به برکت پکې اچوم. د بښو، مهمان، ټنګي او شاخوا نورو خلکو ابتکار وکړ، ابتکار يي نتيجه ورکړه او نتيجې يي د ولسوالي نورو خلکو ته انګيزه ورکړه او دا پيغام يي ورکړ چې که د کار او ابتکار خلک پيدا شي په اونۍ کې د پل د جوړيدو امکان شته.

دا کيدای شي زموږ د ټول هيواد لپاره مثال وګرځي چې دا مثال هم دولت ته پيغام ورکوي او هم عوامو ته، چې که کار او ابتکار موجود وي هر څه ممکن دي او په ډير کم وخت او کمو امکاناتو ممکن دي. د اندړو ولسوالۍ د خلکو دې ابتکار ته په کتو سره د ځيني خلکو د ځيني موضوعاتو يا ستونزو په اړه مايوسي هيڅ معنی نه لري، ځکه کار او ابتکار يي په ډير لنډ وخت کي ثابتوي.

په اوسنيو شرایطو کې افغانستان له ورته وضيعت سره مخ دی. دلته مايوسي شته، ستونزي شته، خفګان شته، دربدري شته او هر هغه ستونزه چې کيدای شي په نورو پرمختللي هيوادونو کې نه وي دلته شته او د اداري فساد له کبله خو زموږ هيواد دا څو کاله سر په سر په دويم نمبر کې راځي، چې دا د دې ټولو ستونزو او خفګان لپاره لکه د سون مواد کار ورکوي.

خو که زموږ په وطن کې د کار او ابتکار خلک لاس په کار شي او له هري ثانيي څخه ګټه واخلي او د ستونزو د حل لاري وګوري، نو دا ټولي ستونزي لري کيدونکي دي. دا هم بايد په ياد ولرو چې د ماليزيا لومړی وزير مهاتير محمد هم يو عادي انسان وو چې په خپله دوره کې يي د ((سړي سر)) کچه له ۳۰۰ ډالرو څخه ۴۰۰۰ ډالرو ته ورسوله، ځکه هغه د کار او ابتکار څښتن وو.

په اخر کې بايد و وايم چې موږ دې ته اړتيا لرو چې په کار حساب وکړو نه په خبرو، دا ځکه چې په انګريزي ژبه کې يو متل دي چې وایی ((Action speaks louder than words)) معنی د کار غږ تر خبرو لوړ وي او هرځای اوريدل کيږي. نو که د کار او ابتکار ټکي په ځان کې پيدا کړو، لري نه ده چې افغانستان له اوسني بحران څخه وژغورو او د پرمختللي هيوادونو په کتار کې به حساب شي.

د تصویر کیپشن: د اندړو ولسوالۍ خلک په جلګه باندي په پل جوړولو مصروف دي. دا لومړی ځل دی چې په دې سيمه کې داسې پل جوړيږي چې د شاخوا کلو ستونزو ته د پای ټکی ږدي.

نېټه: ۱۳۹۲/۰۹/۲۲

ليکنه: فضل الرحمن مظهري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx