fbpx

په معروف ولسوالۍ کې ۱۳ دولتي عسکر وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ تله، ۱۳۹۶): نن د پنجشنبې په ورځ د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وویل چې د کندهار د معروف ولسوالۍ ددوی تر ولکې لاندي راغلې ده.

نوموړي وویل چې ددغې ولسوالۍ مرکز او اړوندې پوستې یې ټولې نیولي دي او په جګړه کې په لسګونو دولتي عسکر ووژل شول او غنیمتونه یې تر لاسه کړل.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیاء دراني رسنیو ته د معروف په یوه چاودنه کې د ۱۲ تنو دولتي عسکرو وژنه تأیید کړه، نوموړي وویل طالبانو د معروف ولسوالۍ په مرکز کې دننه پر یوې پوستې د «همفي» ډوله موټر په واسطه سرتیری برید وکړ چې له امله یې یاده مرګ ژوبله واوښتله.

دراني وویل چې په وژل شویو کسانو کې دولتي پولیس، سرحدي پولیس او د ملي امنیت کارکوونکي شامل دي.
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکي اسیا ته وویل‌، د طالبانو له لوري ترسره شوې د موټر بم چاودنه دومره قوي وه چې د ولسوالي تعمیر یې نژدې ټول تخریب کړی.
سرچینه زیاتوي، د چاودنې له امله یو شمیر امنیتي سرتیري تر خاورو لاندي شوي، کیدای شي د مرګ ژوبلې ارقام نور هم لوړ شي، د سرچینې په قول په وژل شویو کسانو کې شپږ تنه پولیس، درې د ملی امنیت کارکوونکي او ۴ نور د ملي اردو سرتیري دي.
راپورونه ښیي په برید کې زیات شمیر پولیس هم ټپیان شوي، په ټپيانو کې د معروف ولسوالي امنیه قومندان داود هم شامل دي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه هم طالبانو د امریکايي موټرو «همفي» څخه په استفادې د دولتي ځواکونو پر قرارګاو او پوستو باندي بریدونه کړي دي.
له معروف ولسوالي نه تازه ورکړل شوي راپورونه وایي چې د ولسوالي مرکز ته نور مرستندویه عسکر ورغلي او د ولسوالي په مربوطاتو کې له طالبانو سره په نښته بوخت دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د