fbpx

دعاشوراء دورځي دروژې فضیلت، او زموږ مسؤلیت

مفتي احسان الله

پر ګناهګارو بندګانو درب متعال یو له سترو تعمتو نه دا دی، چې دورځو او شپو په تیرېدو سره پرلپسې ورباندي دخیر او نیکۍ وختونه راولي، اوس نیږدې دحج مبارک موسم تیر سو، ورپسې متصل دشهر الله الحرام میاشت راغله، دا ددې لپاره چې نور هم ددغو بندګانو په نېکیو کې زیاتوالی راسي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: درمضان تر میاشت وروسته بهترینه روژه، د الله دهغې میاشت روژه ده، چې تاسو ورته محرم وایاست. ابو هریرة، مسلم: 2/821.

په مسلم کې دقتادة په روایت سره راغلي دي: چې دعرفې دورځي روژه دمخکني او راتلونکي ددواړو کلو دګناهو کفاره ده، او دعاشوراء دورځي روژه دتیر سوي کال دګناهو کفاره ده. مسلم: 2/818.

ابن حجر رحمه الله په فتح الباري کې ليکي: چې دعرفې دروځي نسبت رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سوی ده، نو ځکه ددوو کلو دګناهو کفاره ورباندي راځي او دعاشوراء دورځي نسبت موسی علیه السلام ته ده، نو دیوه کال دګناهو کفاره کیږي. یعني په دې کې هم درسول الله صلی الله علیه وسلم بهتري پر موسی علیه السلام ثابته سوه.

دعاشوراء دورځي دروژې دنيولو سنت طریقه دا ده، چې نهمه او لسمه روژه ونيسو، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: چې په دې سره داهل کتاب مخالفت راځي، ځکه هغوی به یوازي دلسم روژه نیوله.

دعاشوراء ورځ او زموږ مسؤلیت:

زموږ دین اسماني قانون دی، او دا قانون له هره اړخه تام او مکمل دی، په دې کې نه څوک زیاتی کولای سي، او نه هم کمی، حلال يې واضح دي، او حرام يې ښکاره دي، نو که دعاشوراء په ورځ دسنت طریقې خلاف یو داسي عمل تر سره کړو، چې له سنت ثابت نه وې، او په هغه سره دالله رضا لټوې، دثواب کار يې بولي؛ نو نه دا چې ثواب به تر لاسه نکړو، بلکي بالعکس دالله په وړاندي به مجرم او ګناهګار هم یو.

لهذا ډیر کوښښ باید وکړو، چې له هغو منکراتو او ناوړو کارو ځان، اولاد، او ټول متعلقین وساتو، کوم چې دهغو په کولو سره الله نا راضه کیږي، دسنت خلاف عمل او بدعت وي، بالخصوص په نني دټکنالوژي په عصر کې له هغو چینلو چې ددغې ورځي په مناسبت منکرات نشر وي، او دین يې بولي، او يا په خواله رسنیو کې ورته کمپاین کوي، خلک دعوت کوي، دا ټول ددین له نظره رټلي خلک، او نا روا کارونه دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د