افغانستان

ننګرهار: سپين غر کې د ملي اردو اووه عسکر طالبانو سره يو ځای شوي دي

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې، د ننګرهار ولايت سپين غر ولسوالۍ کې د ملي اردو اووه عسکر د دوی له ملګرو سره يو ځای شوي دي.

مجاهد زياتوي چې، دغه کسان د دوی د جلب و جذب کميسون د هڅو په نتيجه کې د دطالبانو صفونو ته ورغلي دي. طالبانو د دغو تسليم شويو کسانو نومونونه هم رسنيو ته ليږلي دي.

په دغو کسانو کې زمین د فضلي ګل زوی، عزيزالله د ملنګ زوی، معلوم د جمال الدين زوی، عبدالهادي د حضرت زوی، رحيم الله د سيال محمدزوی، شيرزمان د محمدطاهر زوی او رحمت الله د محمدعمر زوی شامل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x