لبنان: محکمې پر دیني عالم د اعدام حکم وکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ تله، ۱۳۹۶): د لبنان عسکري محکمې پر سني دیني عالم او د هغه پر ورور د اعدام حکم وکړ او یو پخوانی هنرمند یې په ۱۵ کاله بند محکوم کړ.

د لبنان عسکري محکمې د شیخ احمد الاسیر په نامه دیني عالم او د هغه پر ورور «امجد» د اعدام پرېکړه وکړه او پر پخواني هنرمند «فضل شاکر» چې د شیخ احمد الاسیر په هڅو یې سندري ویل پري ایښي او د دین طرف ته مایل شوی، په ۱۵ کاله بند محکوم کړ او له خپلو مدني حقوقو څخه یې محروم کړ.

پر احمد اسیر تور دی چې د حکومت او پوځ پر ضد یې وسلواله ډله جوړه کړې، نوموړی په کال ۲۰۱۵ کې د بیروت په هوايي ډګر کې هغه مهال ونیول شو چې په یوه جعلي پاسپورټ یې له هیواده د تیښتې هڅه کوله.

په کال ۲۰۱۳ کې د لبنان د صیدا ښار په «عبرا» کلي کې د پوځ او اسیر د پلویانو تر منځ نښته را منځته شوه، چې له امله یې ۱۸ عسکر ووژل شول او ۱۰۰ نور ټپيان شول، همداسي د اسیر په پلویانو کې ۱۱ تنه ووژل شول.

شیخ احمد اسیر او پلویان یې ادعا کوي چې په دغه نښته کې د حزب الله ډلې لاس وو تر څو د لبناني پوځ او شیخ احمد اسیر د پلویانو تر منځ شخړه جوړه کړي او هغوی دې ته وهڅوي چې پر دوی برید وکړي.

شیخ احمد اسیر:

شیخ احمد اسیر د مسجد امام وو، نوموړي د دیني علومو تر څنګ ډېر وخت په دعوت او تبلیغ کې هم تېر کړی ، په سوریا کې د بشار الاسد د نظام پر ضد د پاڅون وروسته نوموړي په کلکه ددغه پاڅون څخه د ملاتړ اعلان وکړ خو بلخوا په حکومت کې شریک حزب الله ډلې شیعه ملیشې د سوریې د نظام تر څنګ ودریدلې او په دې توګه په لبنان کې ددواړو ډلو تر منځ د سني او شیعه زړه فتنه یو ځل بیا را ژوندی شوه او همداسي یو ځل بیا په لبنان کې د سني مذهبه دیني طبقې د سلب شویو حقوقو غوښتنه را ژوندۍ شوه.

په لبنان کې حکومت د مذهبونو پر اساس ویشل شوی، هره ډله بهرني ملاتړي لري، حزب الله ډله د ایران له خوا تقویه کیږي، سني سیکولره طبقه د سعودي له لوري، مسیحیان او درزیان د نورو غربي او عربي هیوادونو څخه تقویه کیږي، خو سني دینداره طبقه تل په یوه او بل نامه ځپل کیږي او د هر وسلوال پاڅون پر ضد یې کلک عسکري دریځ نیول کیږي.

چې په همدې لړ کې د سوریې د پاڅون څخه د احمد اسیر ملاتړ د دولت پر ضد بغاوت وبلل شو او پوځي عملیات یې پر ضد وشول چې له امله یې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله واوښتله.

احمد اسیر په خپل یوه وروستی وینا کې د سعودي څخه ګیله کړې وه چې په هیواد (لبنان) کې ددې پر ځای چې د دیندارو سني تنظیمونو څخه ملاتړ وکړي، د سیکولرانو څخه ملاتړ کوي او په دې توګه په دغه هیواد کې د اسلام او مسلمانانو ریښې له منځه وړل کیږي.

فضل شاکر:

پخوانی مشهور عربی سندرغاړی د سندرو ویلو پر مهال ډیر وخت له میډیا څخه ورک شو، وروسته د احمد اسیر تر څنګ په داسي هیئت را څرګند شو چې اوږده ږیره یې پرې ایښې وه او دین ته یې تبلیغ کوی. نوموړی د احمد اسیر او د سوریې د پاڅون د کلکو ملاتړو څخه بلل کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د