نړۍ

په پنجاب کې د طب افغان محصلین د ستونزو سره مخ دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ تله، ۱۳۹۶): د پاکستان په پنجاب ایالت کې تر پنځوس زیات افغان محصلین وايي چې دوی په طبي پوهنتونونو کې یو کال درسونه وویل خو اوس چې د امتحان وخت را نیژدې شوی، په کلنۍ ازموینه کې د ناستې اجازه نه ورکول کیږي، ځکه چې ورته ویل شوي، «ستاسو داخلې لا نه دي شوي».

یوه افغان محصل نن ټکی اسیا ته وویل چې دوی د کال له پیل څخه په پوهنتونونو کې د درس لپاره منل شوي وه خو د داخلي په اړه ورته ویل شوي وه چې وروسته یې اجراءات تکمیل شي، اوس چې یو کال د درسونو پوره شو او د کال وروستی ازموینه را ورسیده، دوی ته د ګډون اجازه نه ورکول کیږي، ځکه چې لا یې د داخلې رسمي پروسه نه ده تکمیل شوې.

نوموړي وویل چې مونږ ددې ستونزې د حل په موخه په اسلام اباد کې د لوړو زده کړو وزارت ته ورغلو او همداسي مو د افغانستان د سفارت سره خپله ستونزه په تفصیل سره شریکه کړې خو تر اوسه پوري یې د حل هیڅ امید نه ښکاري.

افغان محصل وویل که چیري مونږ ته په راتلونکې ازموینه کې د ناستې اجازه را نه کړل شي نو د ټولو افغان محصلینو د یوه کال درسونه به ضایع شي او د راتلونکي کلونو هم هیڅ تضمین نشته.

نوموړي په افغانستان کې د بهرنیو چارو وزارت، په پاکستان کې د افغان سفارت او همداسي د پاکستان د لوړو زده کړو د وزارت څخه غوښتنه وکړه چې ددوی ستونزې ته پر وخت بر رسي وکړي او ددوی د یوه کال درسونه له ضایع کیدو څخه وژغوري.

باید وویل شي چې څو ورځې وړاندي افغان محصلینو د کراچي ښار په بقايي طبي پوهنتون کې هم ورته یوه ستونزه درلوده چې له امله یې هغوی لاریونونو ته اړل شول او په پاکستان – افغانستان کې يې پراخ رسنیز انعکاس وموند خو تر اوسه یې لا د ستونزې د حل په موخه جدي اقدامات نه دي شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x