د سعودي تلویزون د فتوا ورکولو پر مهال د دیني عالم پروګرام بدل کړ / ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ تله، ۱۳۹۶): د سعودي د علماو د شورا غړي «شیخ صالح فوزان» باندي هغه وخت د رسمي تلویزون پروګرام قطعه سو، کله چې نوموړي د مولد شریف او ملي ورځو په اړه فتوا ورکوله.

شیخ صالح فوزان څخه پوښتنه وشول چې مونږ په سعودي کې اوسیږو، زمونږ په ملکونو کې مولد شریف لمانځل کیږي، مونږ خپلو قریبانو ته وایو چې په دغه مراسمو کې ګډون ونه کړي، ځکه چې بدعت دی، خو هغوی زمونږ خبره نه مني او استدلال کوي چې ستاسو په هیواد کې هم «ملي ورځ» او نورې ورځې لمانځل کیږي، ولي مولد شریف بدعت دی او ملي ورځ بدعت نه دی.

شیخ صالح فوزان چې ۸۴ کاله عمر لري او په سعودي کې د یوه بې خوفه عالم په توګه پيژندل کیږي، کله چې نوموړي په فتوا پيل وکړ او وې ویل: دا دلیل نه دی چې ډېر خلک یو کار کوي، نو هغه دي جواز ولري، دلیل هغه دی چې په قرآن او حدیثو کې راغلی.

خو ددې تر مخه چې نوموړی عالم خپله وینا پوره کړي، د سعودي د رسمي تلویزون پروګرام بدل شو او پر ځای یې نور طبیعي مناظر ښکاره کېدل پیل شول.

باید وویل شي چې په سعودي کې د بدعت په نامه مولد شریف او نور دیني مراسمو ورځې نه لمانځل کیږي خو د باچا د زیږدنې ورځې او نوري ملي ورځې په رسمي توګه لمانځل کیږي چې په دې وروستیو کې یې د سعودي حکومت ښځو ته هم اجازه ورکړه چې د نارینه و سره په ګډه د ملي ورځې لمانځلو په مراسمو کې ګډون وکړي.

د سعودي د علماو شورا باندي تور پوري کیږي چې د باچا د وینا او طبیعت سره سم فتواوي ورکوي او همداسي د سعودي رسنۍ له یوه مخې د حکومت په ملاتړ تبلیغات کوي.

د یادونې وړ ده چې د سعودي حکومت په دې وروستیو کې د مشهورو دیني عالمانو نیول پيل کړي او پر ډیرو نورو یې بندیزونه لګولي چې په تلویزونونو او عامو مجلسونو کې به ویناوي نه کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د