Ikhlaas

اخلاص او رښتیني مخلصین

قل إنما أنا بشر مثلكم يوحى إليّ إنما إلهكم إله واحد فمن كان يرجو لقاء ربه فليعمل عملاً صالحاً ولا يشرك بعبادة ربه أحدا (الكهف 110) یعني ته ورته ووایه چې زه ستاسو په څیر انسان یم ، ماته وحي کیږې ، بیشکه ستاسو خدای یو دی ، څوک چې له خپل څښتن سره دلیدلو هیله لري ، نو ښه عمل دې وکړي ، او دخپل څښتن له عبادت سره دي بل څوک نه شریکوي .

علماء د دې ایت په تفسیر کې وایې چې دلته دعبادت دوه شرطونه بیان شوې دي یو دا چې هر عبادت به په شرعي طریقه برابر وي او بل دا چې په هر عبادت کې به موخه یواځي د الله رضا وي او مخلصانه به وي کله چې په یوه عبادت کې دا دوه شرطونه پیدا شي بیا الله ته دمنلو وړ ده . په ځانګړي توګه دخیرات او صدقي د عبادت په اړه په صحیح حدیث کې راغلې دي چې باید په داسې طریقه ورکړل شي چې دښي لاس د ورکولو په صورت کې چپ لاس پرې خبرنشې . یعني انتهایې په پټه توګه . دا خبره په یوه بل حدیث کې هم راغلې ده رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې :اوو ډوله کسانو ته به الله جل جلاله داخرت په ورځ په خپل سیورې کې ځای ورکوي ، اوپه هغه ورځ به یواځي دالله جل جلاله سیوری وي نور سیورې به نه وې:

(۱) عادل واکمن ،
(2) هغه ځوان چې دالله په عبادت کې لوی شي ،
(3)هغه سړی چې په جوماتونو پوري یې زړه تړلی وي ،
(4) هغه دوه کسان چې دالله په مینه سره یوځای او ملګرې شي او یا دهغه په مینه سره بیل شي ،
(5) هغه سړی چې ښایسته او دمنصب ښځه یې زناته ور وبولي او دی ورته ووایې : زه له الله نه ویریږم ،
(6) هغه سړی چې خیرات او صدقه دومره پټه ورکوي چې په ښي لاس یې چپ هم نه خبریږې ،
(7) هغه سړی چې یواځي وي او دالله په یاد یې له سترګو اوښکي ولاړې شي .

“سبعة يظلهم الله في ظله يوم لا ظل إلا ظله: الإمام العادل، وشاب نشأ في عبادة الله، ورجل قلبه معلق في المساجد، ورجلان تحابا في الله اجتمعا عليه وتفرقا عليه، ورجل دعته امرأة ذات منصب وجمال، فقال إني أخاف الله، ورجل تصدق بصدقة فأخفاها حتى لا تعلم شماله ما تنفق يمينه، ورجل ذكر الله خاليا ففاضت عيناه” . (البخاري ومسلم )

اوس په عبادت کې داخلاص او په پټه توګه عبادت کولو په اړه د سلفو علماو رحمهم الله دڅو رښتینیو مخلصینو څو لنډې بیلګي را اخلم څو زموږ له پاره لاره ښه روښانه او داراز دا کیسې پر زړونو باندي خورا مثبت او ښه اغیز کوي . او دهغوی هر یوه ژوند زموږ له پاره دلارې مشال ده چې په خپل ژوند کې ګټه ورنه اخیستلی شو :

د زین العابدین اخلاص

علي بن الحسين زين العابدين رحمه الله د رسول الله صلي الله علیه وسلم کړوسی دی ، هغه په علم او تقوي دواړو کې هر چا امام منلی و ، د ده مشهور معاصر علماء وایې چې دی د خپل وخت ترټولو ښه عالم و ، د ده په اړه د ده د څو معاصرو لویو تابعینو علماو ویناو ې را اخلم :امام الزهري رحمه الله وایې : په قریشو کې مې له ده غوره انسان ندی لیدلی ، سعید بن المسیب رحمه ا لله وایې : ما د حسین له زوی علي نه غوره انسان ندی لیدلی ، امام مالک رحمه الله وایې : دی یې زین العابدین ځکه بباله چې ډیر زیات عبادت به یې کاوه ، امام سفیان بن عیینه رحمه الله وایې په هاشمیانو کې مې له زین العابدین نه غوره انسان ندی لیدلی ، او امام الشافعي وایې : دی د مدیني ترټولو غوره عالم دی .

د امام علي بن الحسین رحمه الله تقوي او مخلصانه عبادت عجیبه بیلګي را نقل شوې دي چې دا یوه یې ستاسو مخته ږدم : وایې ده به په شپه کې خوراکي توکي پخپله په شا کړل او د مديني د کونډو ، یتیمانو او غریبانو د کورونو مخته به یې کیښودل ، یعني نه به یې له خادم او یا خپل مریی نه کار اخیست او نه به یې هغه څوک خبرول چې ده به مرسته ورسره کوله ، او دا کار یې څو کاله کاوه . مسکینان او کونډې په دي نه پوهیدل چې دا شیان چا ورته راوړې دي . کله چې وفات شو ، په شا کې یې تور داغونه ولیدل شول ، او معلومه شوه چې دا داغونه دهغو پیټیو دي چې ده به په شپه کې د غریبانو کورونو ته ور وړل ، او کله چې دی وفات شو په مدینه کې غریبانو دشپې پټ خیرات بیا ونه لید .

زموږ په سیمو کې ځیني علماء او مذهبي اترښوونکي لویې غونډي برابري کړي په نومونو یې معلوم شتمن خلک را غوښتې وي ، دغونډې په پای کې یې مشر پورته شې او ووایې د جومات ، مدرسي او … له پاره به دوه سوه زره افغانی مرسته څوک وکړي لاسونه دي پورته کړي ، بیا ووایې : سل زره مرسته به څوک وکړي داراز ورو ورو راښکته کیږې ، او ناپوه خلکو ته یې دسیالی میدان برابر کړی وي . نسئل الله السلامة

د خراسان د محدث اخلاص

له روميانو سره دلومړي پیر د مسلمانانو د جګړو په مهال په یوه غزا کې یو کافر د مسلمانانو او کفارو د صفونو په منځ کې ګرځیدی او مسلمانانو ته یې د مقابلي له پآره د ور وتلو نارې وهلې ، یو مسلمان ور ووت او هغه یې شهید کړ بل ور ووت هغه یې هم شهید کړ او دریم مسلمان یې هم شهید کړ .څلرم مسلمان چې ور ووت له هغه کافر سره یې یوڅه مقابله وکړه او اخر یې کافر وواژه ، کله چې دا مجاهد بیرته خپلو صفونو ته راستون شو نو مخ یې په لستوڼې پټ کړی و څو یې څوک ونه پیژني ، یو کس ورغی او دهغه له مخ نه یې لستوڼی لرې کړ او هغه د خراسان مشهور محدث او لوی امام عبدالله بن المبارک رحمه الله و ! .عبدالله بن المبارک رحمه الله دي سړي ته وویل : ته ولې موږ ته تکلیف راکوي !!

دا کار ځکه هغه ته تکلیف و چې دهغوی ټوله معامله له خدای جل جلاله سره وه هغوی که دجهاد په ډګر کې وو خپل جهاد یې یواځي دالله درضا کولو په موخه کاوه داراز دعباد ت او پوهې په ډګر کې یې هم هره کړنه او هر عمل یواځي او یواځي د لوی څښتن درضا ترلاسه کولو په نیت و . خدای مو دي دهغوی پر لاره روان کړي .

د اخلاص شهید

ﻋﺒﺪﺍﻟﻠﻪ ﺑﻦ ﺍﻟﻤﺒﺎﺭﮎ ﺭﺣﻤﻪ ﺍﻟﻠﻪ وايې: ﯾﻮ ﻭﺧﺖ ﭘﻪ ﻣﮑﻪ ﮐﯥ ﺑﺎﺭﺍﻧﻮﻧﻪ ﻧﻪ ﮐﯿﺪﻝ ﺩﻣﮑﯥ ﺧﻠﮏ ﺣﺮﻡ ﺷﺮﯾﻒ ﺗﻪ ﺩ ﺑﺎﺭﺍﻥ ﻏﻮښﺘﻠﻮ ﻟﻤﺎﻧځﻪ ﺗﻪ ﺭﺍﻭﻭﺗﻞ ﺯﻩ ﻫﻢ ﻭﺭﻏﻠﻢ ﻟﻤﻮﻧځ ﻭﺷﻮ ﺧﻠﮑﻮ ﺩﻋﺎﻭﯤ ﻭﮐړﯤ ﺧﻮﺑﺎﺭﺍﻥ ﻭﻧﺸﻮ ﺧﻠﮏ ﺑﯿﺮﺗﻪ ﮐﻮﺭﻭ ﺗﻪ ﺭﻭﺍﻥ ﺷﻮﻝ ﺯﻣﺎﺧﻮﺍﺗﻪ ﯾﻮﺗﻮﺭ ﺍﻭﮐﻤﺰﻭﺭﯼ ﻏﻼﻡ ﻧﺎﺳﺖ ﻭ ﭘﻪ ﺩﯤ ﻭﺧﺖ ﮐﯥ ﻫﻐﻪ ﻻﺳﻮﻧﻪ ﭘﻮﺭﺗﻪ ﮐړﻝ ﺍﻭﺩﻋﺎﯾﯥ ﺷﺮﻭﻉ ﮐړﻩ: ﺍﯼ ﺍﻟﻠﻪ! ﺧﻠﮑﻮ ﺩﻋﺎﻭﯤ ﻭﮐړﯤ ﺧﻮﺗﺎﻗﺒﻮﻟﯥ ﻧﮑړﯤ ﺯﻩ ﺳﺘﺎﭘﻪ ﺫﺍﺕ ﻗﺴﻢ ﮐﻮﻡ ﭼﯥ ﺗﻪ ﺑﻪ ﺑﺎﺭﺍﻥ ﮐﻮﯤ. ﻋﺒﺪﺍﻟﻠﻪ ﺑﻦ ﺍﻟﻤﺒﺎﺭﮎ وایې: ﭘﻪ ﺍﻟﻠﻪ ﻗﺴﻢ ﭼﯥ ﺩ ﺩﻩ ﻟﻪ ﺩﻋﺎ ﻟږ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﺑﺎﺭﺍﻥ ﭘﯿﻞ ﻭﮐړ. ﻋﺒﺪﺍﻟﻠﻪ ﺑﻦ ﺍﻟﻤﺒﺎﺭﮎ وايې: ﮐﻠﻪ ﭼﯥ ﺩﺍﻏﻼﻡ ﮐﻮﺭﺗﻪ ﺭﻭﺍﻥ ﺷﻮ ﺯﻩ ﻟﻪ ﺷﺎ ﻭﺭﭘﺴﯥ ﺭﻭﺍﻥ ﺷﻮﻡ ﻫﻐﻪ ﻭﻻړ ﭘﻪ ﺍﻟﺨﯿﺎﻃﯿﻦ ﻧﻮﻣﯥ ځﺎﯼ ﮐﯥ ﯾﻮﻩ ﮐﻮﺭﺗﻪ ﻧﻨﻮﺕ، ﻣﺎﮐﻮﺭ ځﺎﻥ ﺗﻪ ﻣﻌﻠﻮﻡ ﮐړ ﺍﻭ ﻭﻻړﻡ.

ﻋﺒﺪﺍﻟﻠﻪ ﺑﻦ ﺍﻟﻤﺒﺎﺭﮎ وايې: ﺳﺒﺎﻣﯥ ﭘﯿﺴﯥ ﺭﺍﻭﺍﺧﯿﺴﺘﻠﯥ ﺍﻭﺩﻫﻐﻪ ﮐﻮﺭﺗﻪ ﺭﻭﺍﻥ ﺷﻮﻡ ﭼﯥ ﻭﺭﻏﻠﻢ ﺩﮐﻮﺭﭘﻪ ﺩﺭﻭﺍﺯﻩ ﮐﯥ ﯾﻮ ﺳړﯼ ﻭﻻړ ﻭﻭ ﻣﺎﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ ﺩ ﺩﯤ ﮐﻮﺭ څښﺘﻦ ﻣﯥ ﭘﻪ ﮐﺎﺭ ﺩﻩ، ﻫﻐﻪ ﺭﺍﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ ﺯﻩ ﯾﻢ ﻣﺎ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ ﺳﺘﺎﺳﺮﻩ ﺩﺧﺮڅﻮﻟﻮ ﻏﻼﻡ ﺷﺘﻪ؟ ﻫﻐﻪ ﺭﺍﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ: ﺯﻣﺎ ﺳﺮﻩ څﻮﺍﺭﻟﺲ ﻏﻼﻣﺎﻥ ﺩﻱ ﺯﻩ ﺑﻪ ﯾﯥ ﺩﺭﺗﻪ ﺭﺍﻭﺑﺎﺳﻢ، ﻫﻐﻪ ﭼﯥ ﺭﺍﻭﺍﯦﺴﺘﻞ ﻫﻐﻪ ﺗﻮﺭ ﻏﻼﻡ ﻧﻪ ﻭ ﭘﻪ ﮐﯥ، ﻣﺎﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ: ﻧﻮﺭﻏﻼﻣﺎﻥ ﻟﺮﯤ؟ ﻫﻐﻪ ﻭﻭﯾﻞ: ﯾﻮﺑﻞ ﻫﻢ ﻟﺮﻡ ﺧﻮﻫﻐﻪ ﻧﺎﺭﻭﻏﻪ ﺩﯼ ﻣﺎﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ: ﻫﻐﻪ ﻫﻢ ﺭﺍﻭﺑﺎﺳﻪ ﭼﯥ ﺭﺍﻭﯾﯥ ﺍﯾﺴﺖ ﻫﻤﺎﻏﻪ ﺗﻮﺭ ﮐﻤﺰﻭﺭﯼ ﻏﻼﻡ ﻭ ﭼﯥ ﭘﺮﻭﻥ ﯾﯥ ﺯﻣﺎڅﻨګ ﺗﻪ ﺩﻋﺎ ﮐﻮﻟﻪ. ﻋﺒﺪﺍﻟﻠﻪ ﺑﻦ ﺍﻟﻤﺒﺎﺭﮎ وایې: ﻣﺎﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ ﺩﺍﺧﺮڅﻮﯤ؟ ﻫﻐﻪ ﻭﻭﯾﻞ ﻫﻮ ﭘﻪ څﻮﺍﺭﻟﺲ ﺩﯾﻨﺎﺭﻩ ﻣﯥ ﻭﺭﻧﻪ ﻭﺍﺧﯿﺴﺖ ﺍﻭ ﺭﺍ ﺭﻭﺍﻥ ﺷﻮﻭ.

ﭘﻪ ﻻﺭﻩ ﭼﯥ ﯾﻮڅﻪ ﻭﻻړﻭ ﻏﻼﻡ ﺭﺍﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ ﭼﯥ ﺍﯼ ﺯﻣﺎ ﺑﺎﺩﺍﺭﻩ ﺗﺎﺯﻩ ﻭﻟﯥ ﻭﺍﺧﯿﺴﻠﻢ ؟ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻣﺎڅﻪ ﮐﻮﯤ ﺯﻩ ﺧﻮﻧﺎﺭﻭﻍ ﯾﻢ؟ ﻣﺎﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ ﻣﺎ ځﮑﻪ ﻭﺍﺧﯿﺴﺘﻠﯥ ﭼﯥ ﭘﺮﻭﻥ ﺩﯤ ﺯﻣﺎ څﻨګ ﺗﻪ ﺩﻋﺎﻭﮐړﻩ. ﻋﺒﺪﺍﻟﻠﻪ ﺑﻦ ﺍﻟﻤﺒﺎﺭﮎ وایې: ﻣﺎﭼﯥ ﺩﺍﺧﺒﺮﻩ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﮐړﻩ ﺩﯾﻮﺍﻝ ﺗﻪ ﯾﯥ ډډﻩ ﻭﮐړﻩ ﺍﺳﻤﺎﻥ ﺗﻪ ﯾﯥ ﺧﻮﻟﻪ ﭘﻮﺭﺗﻪ ﮐړﻩ ﺍﻭ ﻭﯾﯥ ﻭﯾﻞ ﯼ ﺍﻟﻠﻪ ! ﭼﯥ ﺧﻠﮏ ﺩﯤ ﺭﺍﺑﺎﻧﺪﯤ ﺧﺒﺮﮐړﻝ ﻧﻮ ﻣﺎ ﺩﺭﻭﺍﺧﻠﻪ ﻟﻪ ﺩﯤ ﺧﺒﺮﯤ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﺳړﯼ ﺭﺍړﻧګ ﺷﻮ ﺍﻭ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ځﺎﯼ ﻭﻓﺎﺕ شو. دې ځوان ته د اخلاص شهید ویلی شو، دی رښتیا هم داخلاص په لاره کې له خپل ژونده تیر شو، کله یې چې داخلاص په معامله کې د خلل ویره ولیدله له الله نه یې وغوښتل نور یې ځان ته وبولي.

د امام الماوردي پاک نیت

امام الماوردي – أبو الحسن علي بن محمد بن حبيب البصري الماوردي – (364 – 450 هـ / 974 – 1058 م) د شافعي مذهب له سترو فقهاو او مفسرینو نه شمیرل کیږې ، ده په فقه کې یوه موسوعه لیکلې ده چې له شل ټوکه هم زیاته ده دا اراز په مختلفو علومو کې ډیر ښایسته او مشهور کتابونه لرې او دی په ټولیزه توګه د اسلام دسیاسي فکر لومړی سرخیل بلل کیږې .

وایې ده چې کوم کتابونه لیکلې دي دایې په خپل ژوند کې یو هم چاته نه و ښکاره کړي او ټول یې پټ ساتلې وو ، کله یې چې وفات رانږدې شو خپل یوه باوري کس ته یې وویل : په فلاني ځای کې چې کوم کتابونه ایښې دي هغه ټول ما لیکلې دي ، کله چې زما د مرګ شیبې رانږدې شي ، نو په خپل لاس کې دي زما لاس ونیسه ، که په هغه وخت کې مې ستا لاس ټینګ کړ نو پوه شه چې زما کتابونه یو هم خدای ته ندې قبول شوې ، نو هغه کتابونه در واخله اوپه شپه کې ټول د دجلې سیند ته وغورځوه ، او که ستا لاس مې ټینګ نه کړ نو پوه شه چې زما کتابونه خدای ته قبول شوي دي ،او زه په خپل پاک نیت کې بریالی شوی یم .

کله یې چې د وفات وخت را نږدې شو هغه خپلوان یې لاس په لاس کې ونیو او دهماغسې لاس پرانستی نیولی و د ده لاس یې ټینګ نکړ . او له هغه وروسته یې د ده کتابونه خپاره کړل . دهغو سپڅلو او پاک زړو علماو او درنو پوهانو کیسې څومره خوند کوي ! هغوی څومره په خپلو کړنو کې له خپل خدای سره رښتیني وو او د اخلاص او پاک نیت غوره او ښایسه نمونې وې ، زموږ ریاکاره زمانه خو یو ګام هم په پاک نیت نه پورته کوي ، الا من رحم الله .

د بشر الحافي اخلاص

یو سړی د حمزه بن دهقان په نامه مشهور زاهد او صوفي بشر الحافي رحمه الله ته ورغی او ورته ویې ویل : غواړم یوه ورځ له تا سره واوسم ، هغه ورته وویل : سمه ده ته ورځ معلومه کړه اوپه هغه ورځ راشه ، هغه وایې یوه ورځ زه هغه ته په داسې جال کې ورغلم چې هغه په ما نه و خبر ، دی یوې خوني ته ننوت ، دڅلور رکاتو نفل لمانځه نیت یې وکړ او ډیر ښه لمونځ یې کاوه . په سجده کې یې دعا کوله او ویل یې : خدایه ! ته په عرش دپاسه په ما ښه خبر یې چې یواځیتو ب او نه شهرت ماته له مشهورتیا او د خلکو له عزت راکولو ډیر خوند راکوي ، خدایه ! ته په عرش باندې په ما ښه خبر یې چې ماته له غني نه غریبي ډیر خوند راکوي ، خدایه ! ته ښه پوهیږې چې ماته ستا مینه له هرڅه مخکي ده ، حمزه وایې ما چې د ده دا خبرې واوریدلې ، په لوړ اواز مې په ژړا پیل وکړ ، او هغه په دي حال کې وویل چې خدایه ته ښه پوهیږې چې که زه خبر وای چې دا کس دلته ولاړ دی ما به خوله هم نه و ه چوله کړې .

دا درښتینیو صوفیانو ژوند او حالت و زموږ د زمانې ډیری صوفیان د شهرت او د خلکو له لورې دعزت او درناوې لیونې دي ، او که څوک ورته ټیټ نشې هغه د ځان بي ادبي بولې اوخپه کیږې ، سړیه ! که ته زښتیا دخدای بندګې کوې ، له هغه خدایه عزت وغواړه چې دهغه له خوا عزت رښتینی بریالیتوب دی زه اوبل که ستا عزت وکړو یایې نه وکړو څه مهمه ده .

دحمزه الزیات اخلاص

حمزه الزیات رحمه الله تعالي (مړ156 هـ) مشهور قاري تیر شوی دي، ده د قرانکریم خورازیات شاګردان لرل، ویل کیږې دی به چې کله تږی شو له چا به يې اوبه نه غوښتلې پخپله به یې را اخیستې، چاورته وویل: ته ولي له جا اوبه نه غواړي او پخپله یې دراخلې؟ ده ورته وویل: ما ډیرو خلکو ته قرانکریم ورښوولی ده، که زه له چا اوبه وغواړم کیدی شي زما کوم شاګرد به وخیږې! ( المدخل لابن الحاج) .

مطلب دا چې دقران ورښوولو مخلصانه عمل به د کوم خدمت په بدل کې راشي. دې ته په دیني عمل او دقران په خدمت کې اخلاص وایې، او د دې اخلاص برکت ده چې هغو غریبو انسانانو دخدای کتاب ټولې نړۍ ته ورساوه. الله دې وبښي.

حامد افغان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د