نړۍ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نوبل جایزې ته کاندید دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ تله، ۱۳۹۶): د ناروې یوې خبري ویب پاڼې «نیوز ان انګلش» خبر ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د اوروپايي ټولنې د بهرنیو چارو مسؤوله فیدیریکا موګریني د نوبل نړیوالې جایزې ته نوماند شوي دي.

سرچینې ویلي چې د ناروې د سولې څیړنیزې موسسې مشر هنریک اوردال ظریف او موګریني ځکه نوماند کړي چې دوی د ایران د اټومي پروګرام د معاهدې په لاسلیک کې مهم رول لوبولی دی.

او زیاته کړې چې د دوی نوماندي نړیوالې ټولنې ته دا پيغام ورکوي چې د ایران سره اټومي معاهده یوه مهمه لاس ته راوړنه ده.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ټرمپ د ایران سره اټومي معاهده کمزورې او ناکامه وبلله او د هغې د الغاء کولو ګواښ یې وکړ.

د سولې لپاره د نوبل نړیوالې جایزې ته تر اوسه ۲۱۵ کسان او ۱۰۳ موسسې نوماندې شوي او ټاکل شوې چې راتلونکې جمعه یې ګټونکی اعلان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x