افغانستان

طالبانو د سیاسي دفتر دتړلو د ګواښ په اړه غبرګون وښود/ بشپړ متن

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ تله، ۱۳۹۶): طالبانو د هغه راپورونو په اړه خپل غبرګون وښود چې په دې وروستیو کې نشر شوي او په کښي ویل شوي چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر افغان ولسمشر ټینګار کړی تر څو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د فعالیت بندولو غوښتنه وکړي.

په دې اړه د طالبانو اعلامیه نن ټکی اسیا ته رسیدلې، چې مونږ یې هم په خپل وار د لوستونکو د لا زیاتو معلوماتو لپاره کټ مټ نشر ته سپارو:

د سولې پروسې په اړه د سیاسي دفتر د فعالیت سره د مخالفت په هکله اعلامیه

ټولې نړۍ ته معلومه ده چې د تیرو شپاړسو کالونو راهیسې زموږ په ګران هیواد کې د امریکې او د هغې د انډیوالانو د یرغل په وړاندې اسلامي امارت مشروع جهادي هلې ځلې کوي، خو یرغلګرو هیوادونو به اسلامي امارت ته ګوته نیوله چې د مسئلې سوله ایز حل لپاره پروګرام او اراده نلري بلکې یوازې یې په جګړې تمرکز کړی دی، له همدې امله موږ مجبور یو جګړې ته دوام ورکړو.

دا د اسلامي امارت په خلاف یو بې اساسه تور ؤ.

د افغانستان د مسئلې سوله ایز حل د اسلامي امارت تګلاره وه او ده. نو د خپلې تګلارې د روښانه کولو لپاره یې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د اړوند لوریو سره له توافق وروسته د قطر هیواد پلازمینې ته خپل تجربه کار او باوري سیاسي نمائندګان واستول ترڅو دغه ځای د اسلامي امارت له خوا د سولې د پروسې د هڅو لپاره د تماس ځای حیثیت ولري.

د اسلامي امارت مشرتابه خپلو دیپلوماتانو ته دنده وسپارله چې یوازې د افغانستان د مسئلې د سوله ایز حل لپاره به هڅې کوي.

که د نورو هیوادونو پلاوو سره ګوري نو اجنډا به یې سوله او پدې هکله د اسلامي امارت د موقف واضح کول وي.

سیاسي دفتر د امارت یو واکمن ارګان دی. د هغه پرته د امارت بل هیڅ ارګان او شخص پدې برخه کې اوس یا راتلونکي کې پټ او یا ښکاره فعالیت نه کوي او نه اجازه ورکړه شوی ده.

سیاسي دفتر خپل کار ترسره کړی خو مقابل لوري په کراتو د سولې د پروسې مخه نیولې او اوس د دفتر تړلو ګنګوسې خپروي. دا پخپله د دوی د سولې ضد دریځ ښکارندوی ده.

د مثال په توګه په ۲۰۱۱ کال کې ټاکل شوی وه، په دوهم بون کانفرانس کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر هئیت ګډون وکړي او د مسئلې سوله ایز او واقعي حل ولټوي خو د کابل ادارې یې د مخنیوي هڅه وکړه او امریکایانو تائید کړه. په همدې کال کې کله چې د اسلامي امارت سیاسي نمائندګان قطر ته ورسیدل، د کابل ادارې ورسره مخالفت وښود او د احتجاج په توګه یې له قطر څخه خپل سفیر کابل ته وغوښت.

په ۲۰۱۲ کال کې د فرانسې په شانټیلې کې د سولې اړوند کنفرانس څخه وروسته ټاکل شوی وه چې د ۲۰۱۳ کال په پیل کې په ترکمنستان کې یو بل کنفرانس جوړ شي او سولې ته لاره هواره شي خو کابل یې مخالفت وکړ.

په ۲۰۱۳ کال کې د اړوند امریکايي لوري سره د یو لړ ملاقاتونو وروسته په دوحه کې د مذاکراتو لپاره رسمأ دفتر پرانستل شو. خو مخکې له دې چې مذاکرات پیل شي د کابل ادارې سملاسي د نوم او بیرغ تر پلمې لاندې مخالفت وکړ چې وروسته امریکا هم تائید کړ.

د ۲۰۱۶ کال په جنوري میاشت کې کله چې په دوحه کې د پګواش دوهم کانفرانس لپاره له کابل څخه میلمانه راتلل، د کابل په هوايي میدان کې یې د سفر د مخنیوي هڅه وشوه.

همداشان سږ کال د اګست په میاشت کې د پګواش د مؤسسې له خوا په قزاقستان کې یو کنفرانس جوړ شوی و او ټاکل شوی وه د سیاسي دفتر هئیت هم پکښې ګډون وکړي خو د کابل ادارې ورسره مخالفت وښود او امریکې یې تائید وکړ.

له دې معلومیږي چې د افغانستان د مسئلې سوله ایز حل د امریکایي یرغلګرو او د هغوی د داخلي او خارجي انډیوالانو په تګلاره کې شتون نه لري. د افغانستان اشغال ته دوام ورکول، د افغانانو شهیدانول، د افغانستان ورانول او افغانستان د خپلو استعماري اهدافو لپاره د یوې نظامي پوستې په توګه استعمالول یې اصلي هدف دی.

د افغانستان د مسئلې واقعي سوله ایز حل اوس هم د اسلامي امارت تګلاره ده خو باید ووایو که د سولې دغه دروازه د دوی له خوا بندیږي، په افغانستان کې د جګړې او د هغې د عواقبو هر ډول مسئولیت به یرغلګرو او د هغوی انډیوالانو ته متوجه وي.

د اسلامي امارت سیاسي دفتر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد حذیفه

په اصل کښی امریکایان او اوسنی ګوډاګی اداره په افغانستان کښی صلحه نه غواړی د صلحی له شعار نه ددوی مطلب یوازی د مقابل لوری دوکه، فریب، چل ول او خطا ایستل، دوخت ضایعه کول او بالاخره ځانته تسلیمول او خپل مشروعیت په منل، او په ضمن کښی د افغانستان د مظلوم او بیچاره ولس په سترګو کښی د خاوری شیندل دی. هغه صلحه چی د امریکایانو له خوا په افغانستان مسلطه اوسنی ګوډاګی اداره او خپله امریکایان یی غواړی هغه هاغه صلحه ده چی اوسنی ګوډاګی اداری د زرګونو امریکایی او خارجی عسکرو په موجودیت کښی له حزب سلامی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x