افغانستان

په راتلونکو دوو ورځو کې به د مارشال فهیم ځایناستی وټاکل شي

نن ټکی آسیا: تمه ده ، چې ولسمشر کرزی به په راتلونکو دوو ورځو کې د افغانستان د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال مارشال فهیم ځانیناستی وټاکي.
ویل کېږي، چې نوموړي په دې هکله له خپلو مشاورینو او یو شمېر پخوانیو جهادي مشرانو، په ځانګړې توګه د فهیم د سنګر له پخوانیو ملګرو سره سلا – مشورې وروستي پړاو ته نږدې کړې دي او ښایې په راتلونکو دوو ورځو کې یو کس د هغه د ځایناستي په توګه غوره کړي.

ګنګوسې داسې دي،چې ښایې د بلخ والي عطا محمد نور، د ولسي جرګې غړی محمد یونس قانونی، د سولې عالي شورا مشر صلاح الدین رباني او یا د دفاع وزیر بسم الله محمدي د محمد قسیم فهیم ځایناستی شي.
کارپوهان په دې باور دي، چې د جمعیت ګوند له منځه د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه به د بسم الله محمدي ټاکنه باوري وي، ځکه نوموړی له مارشال وروسته د دغه ګوند دویم کس دی، چې په لوړو او مهمو پستونو کې پاته شوی دی.
باید هېر نکړو، چې د ولسمشر او مرستیالانو د کاري دورې بشپړتابه ته هم له یوې میاشتې کم وخت پاته دی او احتمالي لومړی مرستیال د کار موده به هم همدومره وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x