پارلمان د جګړې په ساحه بدل شو / ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ تله، ۱۳۹۶): د افریقايي هیواد یوګنډا پارلمان کې دوهمه ورځ هم هغه مهال د پارلماني غړو تر منځ جګړه را منځته شوه کله چې د ولسمشر «یوویري موسیفیني» لپاره د قانون پر بدلون بحث کېده.

تېره ورځ پنجشنبه او نن د جمعې په ورځ په ټولنیزو پاڼو کې د پارلمان د جګړې ویډیوګانې خپره شوه چې په لنډه موده کې د اکثرو خبري رسنیو له لوري په پراخه کچه واخیستل شوې.

په ویډیو کې ښکاري چې پارلمانیان یو بل په لرګیو، چوکیو او سوکانو سره وهي . په جګړه کې ښځو، ځوانانو او سپین ږیرو غړو برخه واخیسته.

د یوګنډا اوسنی ولسمشر «موسیفیني» ۷۳ کاله عمر لري، او د کال ۱۹۸۶ څخه ددغه هیواد ولسمشر دی، که چیري قانون بدل نه شي، نوموړی به د کال ۲۰۲۱ وروسته ولسمشرۍ ته د کاندیدتوب حق ونه لري، ځکه چې د قانون سره سم باید ولسمشرۍ ته د کاندید عمر تر ۷۵ کلونو زیات نه وي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د