افغانستان

کابل: د شیعه ګانو پر تکیه خانې چاودنه شوی / انځورونه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ تله، ۱۳۹۶): د کابل په قلعه فتح الله سیمه کې د شیعه ګانو پر تکیه خانې چاودنهشوی چې له امله یې پنځه تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وویل چې چاودنه د قلعه فتح الله په سیمه کې پر اوم سړک را منځته شوه، چې له امله یې یاده مرګ ژوبله را منځته شوه. او زیاته یې کړه چې د پيښې له ځایه یو تن مشکوک کس ژوندی نیول شوی دی.

په سیمه کې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې پر جومات درې تنو برید وکړ، یوه ځانته چاودنه ورکړه چې له امله یې یاده مرګ ژوبله را منځته شوه، یو کس ونیول شو او بل په تیښته بریالی شو. چاودنه له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې را منځته شوه.

یوې بلې سرچینې وویل چې نن ماپښین دوه بجې شاوخوا درې بریدګر د پسونو او چوپانانو په لباس کې د شیعه ګانو د تکیې خانې خواته ورغلل او یاد برید یې تر سره کړ. دغه سرچینې ویلي چې یو بریګر ځانته چاودنه ورکړه او بل د پولیسو په ډزو ووژل شو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته وویل چې طالبان په دغه برید کې لاس نه لري.



ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

Then who did it??????

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x