افغانستان

عبدالرحيم وردګ هم د زلمي رسول په ګټه تېريږي

نن ټکی اسيا: د ولسمشريزو ټول ټاکنو په رانژدې کيدو قيوم کرزی په لومړي وار د ډاکتر زلمي رسول په ګټه له خپلې کانديداتورۍ تېر شو او اوس داسې اوازې دي چې، د ولسمشرۍ بل کانديد جنرال عبدالرحيم وردګ هم د زلمي رسول په ګټه له خپلې کانديداتورۍ تېريږي.

ځينې سرچينې وايي، له هغې وروسته چې قيوم کرزي له زلمي رسول سره ايتلاف وکړ، جنرال عبدالرحيم وردګ څو واره له زملي رسول سره د ايتلاف او يو ځای کيدو په موخه ليدلي دي.

سرچينه همدارنګه له ولسمشر کرزي سره د عبدالرحيم وردګ د ليدو خبره هم کوي چې، په دې اړه يې له ولسمشر سره هم خبرې اترې کړي دي. سرچينه زياتوي چې، د زلمي رسول په ګټه د جنرال عبد الرحيم وردګ تېريدل یقيني دي، مګر ټاکلی وخت يې ندی معلوم او کيدای شي عبدالرحيم وردګ ډېر زر دغه اعلان وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x