نړۍ

هندوستان: د اورګاډي په تم ځای کې په ټیلو او ټمبو کې ۲۷ کسان مړه او ۳۰ ژوبل شوي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ تله، ۱۳۹۶): د هندوستان په لوی ښار ممبئي کې د ټیلو او ټمبو پر مهال ۲۲ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان شوي دي.

د هندي رسنیو په حوال د ښار د اورګاډو په تم ځای کې هغه مهال پېښه را منځته شوه چې کله پر یوه وخت د څلور ښارونو اورګاډۍ را ورسیدلې او خلکو ور منډه کړه تر څو ځان ته په کښي ځای ونیسي، چې له امله یې لومړی یو شمېر مېرمني غوځاري او بیا نوره ګڼه ګوڼه جوړه شوه.

ګمان کیږي چې د وژل شویو کسانو شمېر به نور هم زیات شي ځکه چې د ځینو ټپيانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی.

ویډیو:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x